دنیـــا وه خامــخا به چـــا په چا پـــــورې خندل
زۀ څومره بختـــور ووم تا په ما پـــــورې خندل
د مینې لېوني د دار په ســــر پــه پـــــوره صدق
په زړۀ کښې د خپل جرم په ســـــزا پورې خندل
انسان وو خو د خپلې مرتبــې نــــــه خبـر نۀ وو
دنیــا ته غـــــاړه وتے وو دنــــیا پــــــورې خندل
خبره که د ظرف شي او د وخت شي منطقي ده
بېـــــــګا وورورکي د نـــــمر رڼـــا پــــورې خندل
رنــــځورې شــــانتې مـــور د بې وسۍ ژړا کوله
رنځـــور شانته بچي ورته په خوا پـــورې خندل
چې زۀ درپـــــورې خاندمه او تۀ راته مسکے یې
شـــــــاکره څومره خوند کوي په تا پورې خندل
Post a Comment