شـي بـه تــوده هـغــه ســړه رابــطــه / انور مانيروال

شاعرې

Thursday, October 26, 2023

شـي بـه تــوده هـغــه ســړه رابــطــه / انور مانيروال

 





شـي بـه تــوده هـغــه ســړه رابــطــه

کــه دې بـحالــــه کــړه زړه رابـطـــــه 


د زړه لویې غم به مې له مینځه یوسي

دا سـتـا لـــه لــوریــــه وړه رابــطـــه


ګــوره چـې یـو وار دې راجوړه کړله

تـر عـمـره عـمـره بـیـا شـړه رابــطــه


تـا بـه ګـیلـو مـانـو کښې ډز وهـلـــه

مـا چـې بـه وکـړلـــه مــړه رابـطـــه


چـې رابـطـه کـوې نـو داسـې کــوه

لـکـه زنـځـیـــر کــړه کــړه رابــطـــه


ستا وه نظـر کښې د ګـوډیانو لوبـه

زمـا فــاقــه زمــا خـــوړه رابــطــــه


چــې وه ولاړه د صــابــن د پـاســه

انــوره شــوه روړه کــوړه رابــطـــه

انورمانېروالـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

Name

Email *

Message *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف