دا یقین مې سل پۀ سل دے / عزیز مانيروال

شاعرې

google.com, pub-6458435959367210, DIRECT, f08c47fec0942fa0

Thursday, October 26, 2023

دا یقین مې سل پۀ سل دے / عزیز مانيروال

 





غزل 



دا یقین مې سل پۀ سل دے

عزیز روغ نۀ دے  پاګل دے


ما   تاؤ  کړي   دي   برېتونه 

ستا غُنچې غُنچې وربل دے


تر   هغې   نۀ    بوډا    کېږم

چې تر څو  غاړه  غندل دے


ستا سپایان سپایان باڼۀ دي 

زما  زړۀ   د   مینې  غل دے


تۀ  چې راشې وار خطا شم

دا  خو خامخا څۀ چل  دے


یا  د  یار شونډې خوږې دي

یا   عزیزه   ستا   غزل   دے


                              عــــــــزیز مانیروال

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

Name

Email *

Message *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف