تورې تيارې ته سپين ســــــبا وايه

شاعرې

بدھ، 4 نومبر، 2026

تورې تيارې ته سپين ســــــبا وايه

 



تورې تيارې  ته  سپين  ســــــبا  وايه

 کۀ تۀ کامياب  نۀ  شوي  نو بيا وايه


هرې  بلا ته  وايه  ستړې  مۀ  شې

 هر مصيبت  ته  مرحبا  وايه

 

خپلو  رښتياؤ  ته  دې  وايه  دروغ

 د بل  دروغو  ته  رښتيا  وايه

 

دلته کښې  خلق  خوشحالېږى په دے

  غټ  بېوقوف  ته  هم  دانا  وايه


هر دوکه  باز  ته  وايه  پير او  مُلا 

 هر  ډاکه  مار  ته  رهنما  وايه


دلته  کښې  هر څۀ  اپوټه  چلېږى

 بل  ته  بينا  ځان  ته  ړوندا  وايه


دلته  د عقل  سيکه  نۀ  چلېږى

 دا  کلمه  سبا  بېګاه  وايه


کله  چې  تنګ  شي  د غمونو نه  ډېر

 دا  د اسرار  غزل  بيا  بيا  وايه

ډاکټر اسرار اسرار

📜 خپله غزل او عکس راولېږئ

ګرانو شاعرانو! خپلې غزلې او عکسونه له موږ سره شریک کړئ.

ads

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف