د ګلونو په ګل پاڼو کښې الها ده
تصادف بلا دلیل بده بلا ده
آئينه که زر صورته درښکاره کړي
د تصویر شاته هم دغه یو رڼا ده
په علّت کښې تناقض د وهم نۀ وي
په معلول کښې د سبب لویه دنیا ده
دروازې د امکاناتو، دواړه شته دے
که تورتم دې ځانله خوښ کړو، که رڼا ده
په دلیل کښې وجودي اذیّت پټ وي
د نا اهلو په کلام کښې هم خطا ده
د شهید د مور سلګۍ چرته څوک اوري
د وزیر په تقریرونو کښې غوغا ده
جنګ د چا دے؟ جنازې د چا له کوره؟
دا پوښتنه د نظام مخې ته بیا ده!
د قدرت په هر نظام کښې توازن دے
د انسان په هر نظام کښې څۀ بلا ده
ښۀ کارونه د خیاؔم په صفر دل شي
دغه دود ، دغه دستور ، دغه دنیا ده
خیام یوسفزے

Post a Comment