خویې ئې بدل شوی دے جانان وړوکے شوی دے
هر وخت چیره نیسی لا بل شان وړوکے شوی دے
دا چې ورځ تر ورځې کائنات مو لا وسعت مومي
ولې زمکه تنګه شوه آسمان وړوکے شوی دے
ژوند په ارتقاء کښې دے دنیا په مخکښې لاړه خو
دا هم منزل غواړي چې انسان وړوکے شوی دے
لنډ شو تناؤنه ده دې زمکې په رښتیا باندې
ټوله دنیا یو کور شوه جهان وړوکے شوی دے
لارو ده شپیتو شو ږیره سپینه سر ئې سپین شولو
بیا هم مینه غواړي تسکین جان وړوکے شوی دے
تسکین مانیروال صیب

Post a Comment