مۀ غوارۀ کلۀ! د خوښیانو، د غمونو حساب

شاعرې

Wednesday, November 4, 2026

مۀ غوارۀ کلۀ! د خوښیانو، د غمونو حساب

 



**د درد کلیات // ۱۲۸**

**غزل**


مۀ غوارۀ کلۀ! د خوښیانو، د غمونو حساب

يارۍ کښې نۀ کېږي د ګوتو پۀ سرونو حساب


ځۀ پۀ مزه مزه مې مخ تۀ آئينه کښې کتل

د تندي کونځو کړو رامنځتۀ د وختونو حساب


نۀ د انسان پۀ درد زهیر شوې نۀ د قام پۀ حالت

ته به هم غواړې چې ستا سر شې په سرونو حساب


زما د نن ورځ گناهونه د شمېرلو نۀ دي

تۀ رانۀ غوارې ای رحیمۀ! د عمرونو حساب


زۀ بۀ لۀ هغۀ الله نۀ غوارم ستا د وصل موسم

د ګل پۀ پاڼو چې ليکي د موسمونو حساب


خپلې ښېګړې زبادوې پۀ ما، زما ملګري

زۀ بۀ لۀ چا سره کوم د پرهرونو حساب


اول دې مینه راکړۀ خدایه! بيا د گل غوندې يار

"درد" بۀ پۀ پۀ څۀ خلاصوي ستا د نعمتونو حساب


پروفيسر رحمت اللّٰه درد 



📜 خپله غزل او عکس راولېږئ

ګرانو شاعرانو! خپلې غزلې او عکسونه له موږ سره شریک کړئ.

ads

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف