بس قلار شۀ د زړۀ سره چې څۀ وشو هغه وشو

شاعرې

Monday, November 2, 2026

بس قلار شۀ د زړۀ سره چې څۀ وشو هغه وشو

 



بس قلار شۀ د زړۀ سره چې څۀ وشو هغه وشو 

نور مې پرېږده بې خبره چې څۀ وشو هغه وشو 


لاړ زما لالے ئې مړ کړۀ په چاړۀ کۀ په چاقو وۀ 

پرېږده نوره دا خبره چې څۀ وشو هغه وشو 


هر اندام مې زخم زخم هره ساه سلګۍ سلګۍ ده 

اوس به څۀ اوکړم په زغره چې څۀ وشو هغه وشو 


ځئ چې نوې ټپه وکړو ځئ چې نوے ساز پيدا کړو 

د دې خاؤرې په سندره چې څۀ وشو هغه وشو


اور دې پاتې پښتونخوا ته راخورېږي زۀ ئې وينم 

د آمو نه تر خيبره چې څۀ وشو هغه وشو


جنګ د لاده باده پرېستو جنګ تباه کړو جنګ برباد کړو 

نور به ځان ساتو د شره چې څۀ وشو هغه وشو 


نور په خپلو اوږو نه ږدو د پردو خلکو ټوپکې 

زیاره دغه لار ده غوره چې وشو هغه وشو 


ډاکټر خالق زيار

📜 خپله غزل او عکس راولېږئ

ګرانو شاعرانو! خپلې غزلې او عکسونه له موږ سره شریک کړئ.

ads

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف