تا وې زړه کې مې خبرې
ما وې څه دي راته وایه
په مسکا دې وې چې هسې
ما وې هسې دې قربان شم
په دې هسې کې دې څه دي
څه خواږه دي که تراخه دي
دا ګلونه که اوبه دي
وایه څه دې چې په زړه دي
تا وي نه،نه هیڅ هم نشته
نه خواږه شته نه تراخه شته
نه ګلونه نه اوبه شته
خو بس هسې یو څه شته دي
نه پوهیږم چې دا څه دي
په دې زړه کې مې پراته دي
څه دردونه دي خواږه دي
کله لږ شي کله ډیر شي
لاس تر غاړې مې چاپیر شي
را یادیږي رایادیږي
نه هیریږي نه به هیر شي
ماوې ای شومې بخیلې
ننواتې درلیږمه
خپلې ماتې ګوډې هیلې
دا خواږه،خواږه دردونه
پاڅه ټول راسره نیم کړه
نیم به ستا نیم به زما شي
دا په تول راسره نیم کړه
تاوې نه کیږي شاعره
ماوې ولې،ولې،ولې؟؟؟
تاوې هسې،هسې،هسې
ماوې هسې دې قربان شم
تاوې ،ولې،ولې،ولې؟؟؟
ماوې هسې،هسې،هسې،،
پیر محمد کاروان

Post a Comment