تر ملاکند وزیرستانه کرځېدلی یمه

شاعرې

Wednesday, November 25, 2026

تر ملاکند وزیرستانه کرځېدلی یمه

 



تر ملاکند وزیرستانه کرځېدلی یمه 

په خپل وطن کښې ډېر په ګرانه ګرځېدلي يمه


ته مسیحا وې خو زه هم په درد مېن وم اشنا 

ډېر دې په خوا کښې بې درمانه ګرځېدلي يمه


چې ته راځې زه به سلام د آخري ركعت شم 

چې ته راځې زه به جانانه ګرځېدلی یمه


ستا په لټون کښې زه بې خوده ولاړ هم پاتې يم 

ستا په لټون کښې زه بې ځانه ګرځېدلي يمه


یا زه پاگل وم يا د مينې لارې سختې نه وې

 ممتازه ډېر پرې په اسانه ګرځېدلی یمه


ممتاز اورکزئی

📜 خپله غزل او عکس راولېږئ

ګرانو شاعرانو! خپلې غزلې او عکسونه له موږ سره شریک کړئ.

ads

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف