لېونی نۀ یم، خو د ځان سره لاسونه وهم
زۀ یو بې نومه سوز راخستی یم سازونه وهم
تا خو یو لنډه شان پوښتنه وکړه غلی شوې بیا
زۀ په ځواب پسې د عمر پړاوونه وهم
تر واکدارانو مې لاس نۀ رسي نو څه وکړمه
بس په بازار کښې په څپېړو دوکانونه وهم
دا غلچکۍ دنیا ده زۀ هم درته سوال کومه
ربه! ما غل کړې چې د زړونو بازارونه وهم
په ابتدا کښې مې د باد سره وزر سوزېدل
اوس اموخته شوم په وزرو اوس بادونه وهم
دا چې د درد په زنګېدلیو تجربو راتېر یم
اوس راته وګوره نۀ بنګ نۀ شرابونه وهم
قیصره! زۀ ډېره بدبخته شان ږلۍ یادېږم
چې په غضب شم نو د خپل کلي باغونه وهم
قیصر افریدی

Post a Comment