د زړهٔ لـه کور بـه مـې اوس ګرانـه! ډېـر پـه ګرانـه وځـې

شاعرې

Monday, November 23, 2026

د زړهٔ لـه کور بـه مـې اوس ګرانـه! ډېـر پـه ګرانـه وځـې

 


د عمر دراز مروت کلیات | ۲۳۲


د زړهٔ لـه کور بـه مـې اوس ګرانـه! ډېـر پـه ګرانـه وځـې

چـې لــهٔ جہـان وځــې نو کــوم خــوا بــه جانانـه وځـې


تـــه چــې زمــا پـــه دې سپـېڅــلـې مــنـې تــور لـګــوې

واعظـــه! خـــوار شـــې زه دې وینــم لــه ایـمانــه وځـې


د ســـر لــهٔ سـتـرګـــو مــې پـنــاه شـــې دا منــم درسـرہ

د زړهٔ لــه سـتـرګـــو مـــې واللّٰه کـــه تــر آسـمانــه وځـې


د تــــا ميـــئـن پـهــــرہ داران پـــــه هـــر دیــــار ولاړ دي

تـــه چـــې پـــه کــوم طـرف پـــه زړونو مـہربانـه وځـې


د وچــې خـانــه نـن دې هر څوک لاس او پښـې ښـکلوې

هلـه بــــه څـۂ کـــړې چـې د حُـسن لـــه دورانـــه وځـې.


تــه تــر خــپل وس وســـوکـې وکــۂ خــو دا یـــادۀ لــره

دَا ځـــل بــه غیــرہ پــزه پــــرې کـــړې لــه افغانـہ وځـې


څـــۂ پــــه آســـانـہ د زړه کـــــور تـــه مـــې رانـنـہ وتـې

د زړه لـــه کــور مــې لکـہ روح څومرہ پـه ګرانـہ وځـې


زمـــــا لالـــیـہ! ګـــــورہ دَا خاطـــــر دې جــمـــع لــــــره

تـه چـې پـه ژونـد عمــــــــردراز مـروت لـه دیانـہ وځـې


اروښاد عمردراز مروت صیب کليات نه انتخاب!


📜 خپله غزل او عکس راولېږئ

ګرانو شاعرانو! خپلې غزلې او عکسونه له موږ سره شریک کړئ.

ads

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف