چـــــــــا ترې او نه کړه د روپۍ خرېداري دېره دی
مومـــــــــن آباد کښې د شپېليو بنجاري دېره دی
مېنــــې بدل کــــړم په معبد ولې وېران يې نکړم
زمـــــــــــا دننــــه د ښــــــــايست يو پجاري ديره دی
دا خلــــــــــــق غواړي د نظر دهوکه يو څو دقيقې
نه ځي،کالونه اوشول ښار کښې مداري دېره دی
مــــــــــــــا د نېکه توره په وياړ کړه حواله موزيم ته
له مـــــا هـــم چار چا پېر لښکر پنج هزاري دېره دی
يـــــوه جـــــــولۍ مـــــــــــــــاتې وزرې ټولوم هر سحر
زمـــــــــونږ مـــرغيو ته خپل بڼ کښې آزاري دېره دی
دا څـــــه تضاد غږوې؟ زه خو دې سرسام کړم ياره
سنــــــــــدره وايې او مرۍ کښې دې قاري دېره دی
ممتاز له خوده اوځي،بيا په خود شي،بيا پاګل شي
لســــــــــــــــــــيزې اوشوې کوي دغه جواري،دېره دی

Post a Comment