د عمر دراز مروت کلیات | ۲۳۸
د هر حسین ســـــــره مې مینه له زرګي کړې ده
زما قادره! ما څهٔ داسې بندګـــــــي کــــــــړې ده
د تا له مخه مې رقیـــــــب ته سپک کتلي نه دي
ګل ســــــــره سمه مې پالنه د اغـــــــزي کړې ده
زما په زړه بلا حسینو حکـــــــــومت کـــــــړې دی
خو بس د یوۀ سرې په زړه مې بادشاهي کړې ده
زمونږ په ســر ګټلي بل، تاوان یې مـــــونږه وړی
مونږه بدبخته څه بې ســـــــوده جـواري کړې ده
هغه به ټول عمــــــر تکـــــــړې در په در وهي تل
چا چـــــې د تا د احسانونو ناشكــــــــري کړې ده
دیدن د ښکلو مـــــــــو د ســـــر په بدله کړی دی
په محبت کې مـــــــو څه داسې سربازي کړې ده
ما و دا ایکي یوی زرګی ترې سپمـــــــولی نه دی
یار د ښایســت په ځان کې کنجـــــوسي کړې ده
مونږ د خــــوارانو د تن غوښې يې خوړلې دي تل
دلته چې چا زمونږ په ســـــــر سرپرستي کړې ده
زما د عمـــــــــر عبادت واعــــظه مه وره په تۆیي
ما په يارۍ پورې بلا ډېره خــــــــــــــواري کړې ده
د خپل همت په برکـــــــت عمـــــــــــر دراز مروتـه
د سیالو سیال سره مې ټول عـــمر سیالي کړې ده
اروښاد عمردراز مروت صیب کليات نه انتخاب!

Post a Comment