هـر یـو ښکلے پـۀ مـا ګـران دے

شاعرې

Sunday, July 13, 2025

هـر یـو ښکلے پـۀ مـا ګـران دے

 



هـر یـو ښکلے پـۀ مـا ګـران دے

خـو جـانان خو مـې جانان دے


ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

دا د عقــــل وســـــوســـــې دي

چـې پـۀ مینه کښـې تاوان دے


ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

ستـا د دوه ستــرګو دیـدن دے

چــې پـۀ هـر قیمــت ارزان دے


ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د بنڼــــو حــدف ئــې زۀ کــــړم

دا ئـې هــم پـۀ مـا احسـان دے


ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

ستـا څهـره مې ده لېمو کښــې

زړۀ مــې ډک لـــۀ اطمینان دے


ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

هـر ستـم دې سـر پـۀ ستـــرګو

خـو لـۀ هجـــر دې امـــــان دے


ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

تــــۀ د ګل پـۀ تماشــــــه یــــې

خــو دا ګل چــاته حـــېران دے


ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

هـــــــر غــــــــزل د زړۀ اواز وي

هـــــــر غـــزل مــې ترجمان دے


ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

ورشــه کـور تــــــه دیدن وروړه

"درده" ګل دې پریشـــــــــان دے

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ


پروفيسر رحمت الله درد

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

Name

Email *

Message *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف