تلــــم او راتلــم اخر خالي مکان ته ودرېدمـــه

شاعرې

google.com, pub-6458435959367210, DIRECT, f08c47fec0942fa0

Sunday, June 1, 2025

تلــــم او راتلــم اخر خالي مکان ته ودرېدمـــه

 



تلــــم او راتلــم اخر خالي مکان ته ودرېدمـــه

زۀ چې د ځـــانه مرور ووم ځان ته ودرېدمــه


دا شپۀ زمونږ د بد بختۍ حــــالونه چاته وائي

يوه شېبه لــه ستورو ډک اسمان ته ودرېدمــه


خداے خبر کـــومې ذائقې مې پۀ زړۀ اورېــدې 

دا چې د شونډؤ د شکـــــــرو کان ته ودرېدمــه


نور د دې ويړ جهان د هــر منظره غلے تېر شوم

ته مې ارمان وې او زۀ خپل ارمان ته ودرېدمه


خق دے تسنيمه ! د باګـــــــرام د پريزادو جادو

راغلـــــــــم او څلي د ملنګ رحمان ته ودرېدمه


(اروښاد رياض تسنيم )

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

Name

Email *

Message *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف