په اننګو خالـــونه ږدې ګوتې دې نۀ رپېږي
زما په زړۀ داغونه ږدې ګوتې دې نۀ رپېږي
زرګره! تا کښې جوړې مينه په ټوپونو نۀ ده
د چا په هار لعلونه ږدې ګوتې دې نۀ رپېږي
زۀ چې يـــــــــې وېنم زلزله رابانـــــدې راشي ساقي!
تۀ ورته ډک جامـــــــــــــونه ږدې ګوتې دې نۀ رپېږي
دومره سنګدله بــــــــې پروا کــــــــړلې غرور د ښايست
چې په تندي دامــــــــونه ږدې ګــــــــــوتې دې نۀ رپېږي
کاش سوداګره! چې د سرو او شنو جوړو پۀ مينځ کښې
د کفن سپين تانــــــــونه ږدې ګـــــوتې دې نۀ رپېږي
وخته انجــــــام خو يې په سر د خـــــــــــــاورو څلے غواړي
تۀ يې په سرتاجـــــونه ږدې ګـــــــــــــوتې دې نۀ رپېږي
ارواښاد عبدالرحيم روغاني
Post a Comment