مړه دې ونه کاته اوده دې نه کړم

شاعرې

Thursday, June 26, 2025

مړه دې ونه کاته اوده دې نه کړم

 



مړه دې ونه کاته اوده دې نه کړم

نسکور پرې نه وتم نشه دې نه کړم


هسې دې وسوم لوغړن دې کړمه

ګوګل مې يخ نه شو لمبه دې نه کړم


په نننۍ خندا دې ويرېدم

زړه مې غوڅ غوڅ نه شو اره دې نه کړم


د تودې غېږې د خوبونو ياده

خوب دې رانه وستو دمه دې نه کړم


بلاه دې واخلم تر بلۍ رانغلې

مازیګر تېر شو غرغره دې نه کړم


مخې له راغلې ژړغونى دې کړم

په مخه لاړې دلاسه دې نه کړم


څه راته ووايه په څه خفه يې

څه شولې پويه په قيصه دې نه کړم


مينې په هر ميدان دې وګټلم

يو ځاى دې پرې نښوم پيکه دې نه کړم


اوس به مې بیا درته ښېرې کولې

صابره ښه ده چې غصه دې نه کړم


صاحب شاه صابر

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

Name

Email *

Message *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف