څـه تصويـــر چپ، څـه آئينې چپ دي

شاعرې

Wednesday, June 25, 2025

څـه تصويـــر چپ، څـه آئينې چپ دي

 



 : رياض تسنيم 


څـه تصويـــر چپ، څـه آئينې چپ دي

تسنیمــه  !  ټــولــــې هنـګامې چپ دي


دا ناشنــائي او مختصـــــــر  ملاقــات

سترګې ډير څه وائي که خلې چپ دي


خپلې نعــــرې مې په څپيـــــړو   وهي

چې ټولــــې بنـــــدې‌ دروازې  چپ دي


کوم يؤ ســــړي ته ياد د   مينې حرمت

ولې د بـــــــــــــدھ مجسـمې  چپ دي


لاره ابـاده ـــــــــــ د قـــاتـــل  د‌ دوکان

قامــــــونـــه چپ دي قبيـلې  چپ دي


تسمينه ! دا چپتيـــــا  قيامت ګڼه ، چې

ياران  د ژونــــــــــد‌ د  ښارئې چپ  دي



شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

Name

Email *

Message *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف