زما نه مينه واخله غاړه واخله
هر خوا چه ځې درسره دواړه واخله
ما سره هيڅ نشته بيا هم څه چې دي
جانانه دا درسره واړه واخله
پريږده بنګلے او د بنګلو ګلونه
د محبت دنيا ويجاړه واخله
ژبه د سترګو د خبرو زده که
سلام په منډه په ولاړه واخله
نن ئې په دې ټپه کښ اوے راته
په اجاره د ګودر غاړه واخله
پردي ګلونه ګلشنونه پريږده
مزه د خپل وطن د کاړه واخله
په پردو شونډو تنده نه ماتيږى
بوسه د دې شونډو د پاړه واخله
کله خو ته هم لګے شونډے سپړه
سائله څه چه غواړے غواړه واخله
🌸
Post a Comment