#ارواښاد_روغانې_بابا
کله راته څۀ وائي، کله راته څۀ وائي
سترګو کښې چې څۀ وائي، هغه پۀ خلۀ نۀ وائي
دلته مينه جرم دے، زهر دي کاتۀ خواږۀ
ګوره خو پۀ فام سره، داسې ئي کاتۀ وائي
دا بې ذوقه خلق دي، ډول سنګار نۀ مني
مکر ګڼي ناز ادا، زلفو تۀ وېښتۀ وائي
کډه ترېنه وړل ښۀ دي، دا عجيبه سيمه ده
ښۀ ته پکښې بد وائي، بد تۀ پکښې ښۀ وائي
ژوند نه بېزار کړے يم، ډېرو ناکړدو د ژوند
راشه زړۀ ترې صبر کړه، داسې راته زړۀ وائي
خدايه لېونتوب کړې عام، واک د لېونو چې شي
هر څه چې ښکارۀ کوي، هر څه ښکارۀ وائي
مينه روغانيه کۀ، هر څومره بدنامه ده
دې تۀ مهذب فکر، راز د ژوندانه وائي
Post a Comment