نن ورته زۀ هم لږ اوچت ګورم
د خپل جانان د مينې نيت ګورم
هسې ولاړ پۀ رهګذر نۀ ومه
ما وے نن لاس د خپل قسمت ګورم
نن خو دې سترګې د لمبو ډکې دي
زۀ لېونے پکښې جنت ګورم
هغه د خپل غرور پۀ بام ولاړه
زۀ ئې پۀ زړۀ کښې محبت ګورم
زۀ هره ورځ پۀ دغه دوه سترګو کښې
ادا ادا لکه قيامت ګورم
سائله هغه تندر تندر کاتۀ
هغه خندا لکه قيامت ګورم
رحمت شاه سائل
Post a Comment