چرتـه زۀ درتـه یادېـږم او کـه نـه
په زړګـي دې راورېـږم او کـه نـه
آئینه کښې لږ پۀ زیر راته اوګوره
چې دې سترګو کښې غړېږم او که نه
د هجران پۀ ناقراره توره شپه کښې
درته ستورے ستورے کېږم او که نه
ستا پۀ زړۀ کې خو به ډېر مخونه اوسي
چرته زۀ پکښې ځائېـږم او کـه نـه
دا یوه خبره سپـیـنــه راته اوکړه
خپل لائـق درته ښکارېږم او کـه نـه
۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔
لائق زاده لائق
Post a Comment