وږے تږے وي رنځور وي لېونے وي

شاعرې

google.com, pub-6458435959367210, DIRECT, f08c47fec0942fa0

Friday, April 4, 2025

وږے تږے وي رنځور وي لېونے وي

 



غزل _ صاحب شاه صاؔبر

قامتونه قيامتونه _ ۳۵، ۳۶


وږے تږے وي رنځور وي لېونے وي

زمونږ غم څه د غريب سړي بچے وي


سړے څنګ سړي خورو ته سړے پرېږدي

په سړي خو به خوږېږي چې سړے وي


د شکست حوصله نه لرم پښتون يم

مقابل که مې زنځير وي که زمرے وي


خو! چې څه د مينې خوږ لري په زړه کې

په ما ګران وي که د غرونو لېونے وي


که د کور د دړد د دوړو نه راپټ شو

خو! په ښار کې د غم لړې وي لوګے وي


د زخمونو جامې واغوندئ چې ورشو

لېونو په مېخانه کې به سپرلے وي


ستا د غم د غنو سررې په سر ګرځي

ستا صاؔبر به د رقيب د زړه ازغے وي


ارواښاد صاحب شاه صاؔبر

صاحب شاه صاؔبر

د پښتو ننګيالۍ

پښتو ادب

پښتو پالنه

روح یې ښاد او په ګور یی رنا شه 

#remeberingsahibshahsabir

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

Name

Email *

Message *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف