غـــــــــــزل
پرېږده چې لوظونه د دروغو دې رښتیا کړم
ته راته صبا صبا کوه زۀ به بېګا کړم
توان لرمه دا چې د ماضي نه خراج واخلم
زۀ بۀ پخوانۍ شمه ستا مينه بۀ رښتيا کړم
برند که حوادث دي د وختونو پۀ ککو کښې
زۀ به حوصله هم پښتنه ورته پېدا کړم
لا يې د سپين مخ خالونه شمېرم اوزګار نه يم
پرېږده الواتۀ به د سپوږمۍ په لورې بيا کړم
ستا د طوفاني نظر به ساۀ شــــــي لنډه ګنډه
داسې نوي نوي اسويلــــــي به راپيدا کړم
يو ته يې چې هيڅ قدر زما د اوښکو نه کړې
وايـه کنـه څومـره مشتـري درلـه پيـدا کــړم
خوند د خاموشۍ راته غوغا د مينې راکړ
داسې راته ښکاري افقونه به ګويا کړم
ستا په اننګو کښې د حمزه د وينو سره دي
ته شوې د پښتو غزله ځوان زۀ دې بابا کړم
شاعر....................................(حمزه بابا)

Post a Comment