غزل
د شپې یـــوه بــجـــه ده او نــشه یمــه لالیه
دا شپه زما په شان ده؟ که زه شپه یمه لالیه
دا ځان راتــــه نن تاسره بدل، بدل لیده شي
یقین راکړه چــــې ستا یم هم هغه یمه لالیه
څـــه تا دې د ململ جامې اغوستي ستمګره
څــــــه زه لکه د مست باران شېبه یمه لالیه
زما خود آزارۍ ته دې ونــه کتل پخلا شوې
تـــــــــــه پرېږده کنه نن درنه خفه یمه لالیه
راځه په هر صورت کې مې کتلی شې راځه
جام جام، ساقي ساقي، پیاله پیاله یمه لالیه
چې ندې نازوم نزاکتونه دې برهم شـــــــي
ویل مې درته نـــه، چې ډیر ساده یمه لالیه
مـمتاز یم، که کامیاب یم که ناکام بلا پسې
پــــه خپل ځان شوې خپله تجربه یمه لالیه
ممتاز اورکزے
Post a Comment