زما د نوي نثري ټولګے "غېږه غندلې" نه
بېوسي
زما عادت دے چې د ماښام د روټۍ نه پس ماسخوتن د وخته د اودۀ کېدو کوشش کوم. ځکه چې خوب مې پوره وشي او سحر وختي ويخ شم.ماسخوتن د دنيا ټولې چارې او غمونه د بالخت نه لاندې کېږدم.سورت ياسين پۀ ځان چُپ کړم.ټولې اندېښنې او فکرونه د ډډې لاندے کړم او بې غمه د وخته اُودۀ شم.خوب مې پوره شي او سحر د وخته پاڅم.سحر وختي پاڅېدل ډېر ښۀ عادت دے خو څوک چې تر ناوخته ويښ وي نو بيا ورته وختي پاڅېدل هم ګران وي.سحر د نمر د ختو نه وړاندې د ژوند د فطرتي ښکلا خوندونه هم پۀ آزاده فضا کښې اغستل ډېر خوند کوي.خو کله کله داسې وشي چې د ځان او جهان غمونه مې پۀ سر واخلي،خوب مې وران شي او تر ناوخته ويښ پاتې شم.نن هم راسره دغه کانې اوشوې او تر نا وخته اُودۀ نۀ شوم.نتيجه دا شوه چې سحر د وخته ويښ هم نۀ شوم او چې سترګې مې وغړولے نو نمر راختلے ؤ.ناڅاپۀ مې د جمات د لاؤډ سپيکر نه اعلان تر غوږو شو او چې ورته زېر شوم نو راته معلومه شوه چې د خدائے بخښلي عمر ګل کاکا د لور،د ارواښاد خان زاده د ټبر نازبينې د مړينې اعلان ؤ.د اعلان پۀ اورېدو ډېر زيات خفه شوم زړۀ مې ډېر ودردېدۀ.فکر واغستم چې د دغه جينې خو ايله بيله د شلو کالو نه لږ سېوا عمر ؤ.واده ئې شوے ؤ،اولاد ئې لا هم نۀ ؤ پېدا،او د ځوانۍ پۀ اولني پړاو کښې د مرګ خُلې ته لاړه.ځکه خو د خيالونو فکرونو پۀ بې پايانه سمندر کښې لاهو شوم.او د ذهن پۀ پرده راته د هغې او خپل ماشوموالے لکه د فلم مخامخ شو.
نازبينه د عمر ګل کاکا واقعي چې ډېره نيازبينه يکه يوه لُور وه.پۀ خپلو دوه ؤمشرانو روڼو حضرت نبي او ګل ولي هم ډېره نازولې وه زما همزولې وه او د کلي پۀ سکول کښې ئې راسره يو ځائې تر پينځم جماعته سبق وئيلے ؤ.پۀ سبق کښې ډېره قابله وه.سره سپينه او خوش طبعه ماشومه وه.ډېره حاضر جوابه او چالاکه جينۍ وه.مونږ چې کله پينځم جماعت پاس کړو نو زۀ مې پلار د کلي نه پينځۀ کلو ميټره لرې پۀ هائي سکول کښې داخل کړم او نازبينه پلار د سبق نه قلاره کړه او کور کښې ئې پۀ ستر کړه.د نازبينې دواړو وروڼو له پلار ودونه کړي وؤ،د خپل مور پلار سره پۀ شريک کور کښې وسېدل،د زميدارۍ سره سره به ئې خواري مزدوري هم کوله او د محنت مشقت پۀ زور به ئې د ژوند ګاډے روان ساتلو.نازبينه دوه درې کاله پس هم پۀ خپل کلي کښې د ماما زوي خان زاده ته کوېدن شوه .خان زاده د نازبينې د سکه ماما زوے ؤ.هغه هم زمونږ دواړو همزولے او د جماعت ملګرے ؤ.زما هم د دواړو سره خانداني خپلولي وه.خو پلار ئې جائيداد خوړلے ؤ.صرف يو کور ئې پاتې ؤ نو د مالي کمزورۍ پۀ سبب هغۀ هم سبق جاري او نۀ ساتلو او چې زلمے شو نو پلار سعودي عرب ته ولېګلو.درې څلور کاله ئې مسافري اوکړه او چې واپس کلي ته راغلو نو پلار ورله نازبينه وادۀ کړه او کومې پېسې چې ئې پۀ مسافرۍ کښې ګټلې وې هغه د وادۀ پۀ کولو ولګېدے. د وادۀ پۀ وخت نازبينه او خان زاده ايله شل کلن وؤ.
د وادۀ نه دوه مياشتې پس د خان زاده چټي خلاصه شوه او واپس خپلې مزدورۍ له سعودي ته لاړو.د رخصتېدو نه وړاندې ورله زۀ ورغلم.ډېر زيات خفه ؤ.راته ئې اووې چې تلل مې زړۀ نۀ غواړي خو ډېره زياته مجبوري مې ده.دلته مې د لږو پېسو وړوکے غوندے روزګار يا لږه غوندې د کر کروندې زمکه وے نو هم به نۀ وے تلے.ټکټ له مې هم پېسې د رحمت الله دُکاندار نه قرض کړې.هلته مې کار هم ښۀ نۀ دے.تنخواه مې ډېره کمه ده خو مجبوري ده.ګورے چې څومره موده کښې به واپس د راتلو جوګه شم.او دا د مسافرۍ عمر به خدائے خبر هلته څنګه تېره وؤم.زۀ د هغۀ پۀ دې خبره ډېر زيات خفه شوم او زړۀ کښې مې راغلل چې دا عربيان څومره ظالمان او بې حسه خلک دي.پخپله خو پۀ يو وادۀ هم اکتفاء نۀ کوي او دومره قدرې احساس نۀ لري چې د خارجيانو د پاره د کډې بوتللو د پاره اسانتياګانې ورکړي.چې مزدوري خو پۀ دلجمعۍ سره اوکړے شي،د خپل بال بچ سره هلته پۀ تسلۍ د مزدورۍ کولو جوګه شي او بيرته پۀ خپلو بچو پسې نۀ ځورېږي.بيا مې د خپل وطن چارواکو ته هم پۀ زړۀ کښې غصه پېدا شوه چې دې بېوسه قام له نۀ پۀ وطن باعزته روزګار ورکولے شي او نۀ د نورو ملکونو چارواکي پۀ دې مجبورولے شي چې د خپل وطن بې وسو مسافرو له ترې اسانتياګانې او غواړي.هغه پښتو کښې متل دے چې تاؤ پۀ هغه ځائے وي چې اُور پرې بلېږي.د خان زاده د بې وسۍ احساس صرف هغۀ ته پخپله پۀ ښه توګه کېدے شو او زۀ هم د هغۀ پۀ دې دننني کيفيت فکرمند وؤم خو اظهار مې ځکه نۀ کولو چې حوصله ئې ماته نۀ شي.چار و ناچار مې د خُلې نه اووتل چې حوصله ساته.الله مسبب الاسباب دے.ګرانې به دې اسانې شي.او بيا مې ترې رخصت واغستلو او کور ته ترې راغلم.
خان زاده سحر د پېښور ائير پورټ پله پۀ سفر شو.مازيګر ئې فلائټ ؤ.خدائے خبر چې سحر به څنګه د کور نه وتلے ؤ.ما د هغۀ د رخصتېدو دغه منظر نۀ شو ليدلے.ځکه مې ورته د څۀ کار بانه اوکړه او سحر ئې رخصتۍ ته ښکاره نۀ شوم.خان زاده چې ورسېدۀ نو فون ئې راته وکړو چې پۀ خېر خېريت رسېدلے دے.آواز ئې ژړغونے غوندے وۀ.ډېرې خبرې ئې راسره او نۀ کړے او فون ئې بند کړو.پۀ مياشت کښې به ئې راسره يو ځل رابطه کوله او د خپلې بېوسۍ او سخت مشقت داستانونه به ئې راته بيانول.
دوه دوه نيمې مياشتې ئې راسره رابطه او نۀ کړه خو چې کله د تور ګل ماما زوے سحر ګل د هغۀ د خوا نه پۀ چهټۍ کلي ته راغے او ما ترې د خان زاده حال اوپښتو نو راته ئې اووې چې ښۀ دے خو خوشاله نۀ دے.کار ئې هم سخت دے او کفيل ورله تنخواه هم پۀ وخت نۀ ورکوي.تنخواه ئې هم ډېره کمه ده.د سعودي خرچې هم ګرانې دي او پۀ دې هم فکرمند دے چې کفالې نوې کولو له به پېسې لۀ کومې پېدا کوي.زۀ ډېر زيات خفه شوم او فون مې ورته اوکړو نو خپلې ټولې مجبورۍ او بېوسۍ ئې راته بيان کړے او راته ئې اووې چې د خدائے د پاره د بر کلي پۀ ايم پي اے ملک زاده پسې لاړ شه.زما مجبوري ورته بيان کړه او ورته اووايه.کۀ چرته پۀ سکول يا هسپتال کښې راله د چوکيدار يا چپړاسي د ملازمت بندوبست کولے شي نو زۀ به ټکټ له د چا انډيوال نه روپۍ قرض کړم او کلي ته به درشم.ما ورته د ناخوالۍ ښه او کړل او فون مې ورپسې بند کړو.کلي کښې مې د يو ملګري سره مشوره اوکړه چې ايم پي اے صېب له ورشو او د خان زاده مجبوري ورته اووايو خو هغۀ راته پۀ جواب کښې اووې چې هلته مونږ له تلل نۀ دي پکار.ځکه چې ايم پي اے صېب اول خو موندل ګران دي.اکثر کلي ته نۀ راځي.او کۀ مونږه ئې اووينو هم خو هغه به داسې او نۀ کړي.ما اورېدلي دي چې دغه خلک پۀ داسې پوسټونو د خپلو دلالانو پۀ لاس يا خو څلور پينځۀ لاکه نغدې روپۍ غواړي او يا دغه اسامۍ خپلو هغه فعالو کارکنانو له ورکوي چا چې ورله پۀ انتخاباتو کښې چغې وهلې وي او شپه ورځ ئې ورته خپله وفاداري ثابته کړي وي.زۀ لاجوابه شوم او زوړند سر کور ته واپس راغلم.فکر مې کولو چې کۀ خان زاده بيا فون اوکړي نو څۀ به ورته وايم.ماته دا هم پته وه چې هغۀ د ډېرو ورځو نه کور ته د خرچې د پاره پېسې هم نۀ وې رالېګلې
زۀ لا پۀ دې سوچونو کښې ډوب وؤم چې د خان زاده فون يوه هفته پس راغلو.پۀ اندېښنو ئې واړولم.راته ئې اووې چې د زړۀ عارضه راته شوې ده.بېګا مې ټوله شپه د زړۀ لۀ درده خوب نۀ دے شوے.بيا مې اسپرين وغېره ګولۍ اوخوړے نو سحر ته مې څۀ ګزاره قدرې وشوه.پېسې هم راسره نشته چې ډاکټر له لاړ شم.کفيل راله تنخواه هم پۀ وخت نۀ راکوي.د بيمارۍ سره سره ډېوټي هم کوم.ماورله تسلي ورکړه او ورته مې اووې چې تۀ د کور باره کښې مۀ فکرمند کېږه.دلته هر څۀ ټيک دي.بس د خپل صحت خيال وساته.او نو ما نور څۀ وئيلے شول.پۀ درنو قدمونو د کټ نه پاڅېدم.درحمت الله دکان ته لاړم.چې څومره روپۍ راسره وې پۀ هغه روپو مې د يو مياشتې د خرچې پۀ مناسبت خوراکي څيزونه واغستل.د خان زاده کور ته مې يوړل او مور ته مې ورله اووې چې دا مې د خان زاده پۀ وېنا د رحمت الله نه پۀ خپله ذمه وارۍ راواغستل او دا مې هم ورته اووې چې کۀ رحمت الله هغه نورې پېسۍ هم ايسارې کړې نو زۀ به ئې درله خلاصې کړم.نازبينه مې هم وليده.هغه سره سپينه او شوخه نازبينه نۀ وه پاتې.زيړه ګونه ئې وه او پۀ مخ ئې تېرسرۍ څۀ عجيبه ګلکاري کړې وه.زړې جامې ئې اچولې وې او د شنو لرګو پۀ اور ئې ګورې چې پۀ پتيله کښې څۀ پخول.
زۀ د هغوې د کور نه را اوتلم.سترګې مې څۀ د شنو لرګو تريخ لوګي د اوښکو ډکې کړې وې او څۀ د هغوې بېوسۍ.پۀ لاره مې سوچ کولو چې دا حکومتونه آخر د څۀ رنځ دارو وي.خپلو خلکو له باعزته روزګار،تعليم ،صحت او د پرامن ژوند تېرولو سهولتونه نۀ ورکوي او فرائض ترې غواړي.د ټيکسونو پۀ مد کښې ترې خزانه ډکوي او پخپلو عياشو ئې خرچ کوي.د وطن پۀ وسائيلو کښې ورله برخه نۀ ورکوي او د لوږو تندو سره ئې مخ ساتي.آخر دا بې سره او بې پښو نظام به تر کومې د دې بې وسه ولس پۀ برخه وي او تر څو به دې لړزېدلي کړېدلي خلکو د غېبي امداد پۀ انتظار اسمان ته سترګې نيولي وي.
زۀ به اکثر د خان زاده پۀ حقله فکرمند وؤم.د هغۀ د زړۀ د بيمارۍ هم راته احساس وۀ خو څۀ حل راته نۀ وۀ معلوم چې زۀ د هغۀ پۀ دې مشکل کمولو کښې څۀ کولے شم.لا پۀ دې کشمکش کښې وؤم چې د سعودي نه مې بل يو کليوال محمد نبي فون کړو او راته ئې اووې چې خان زاده د کار دوران کښې د يو بلډنګ د دويم چهت د قوازې نه راګوزار شوے دے او د راغورزېدو سره پۀ حق رسېدلے دے.مونږ ورله کاغذونه جوړه وؤ او چې دغه ضروري عمل تر سره شي نو زۀ به ئې وطن ته دروړم خو وخت پرې ډېر لږي.تاسو لا د هغوې کور والا مۀ خبروئ.چې مونږ کله در روان شو نو بيا به درته فون وکړم.دا ئې اووې او فون ئې بند کړو.پۀ ما سر وچورلېدۀ او سترګې مې مرغۍ مرغۍ شوې.هيڅ نۀ پوهېدم چې ماله څۀ کول پکار دي.د کټ نه پاڅېدم او کور ته لاړم.د کور خلک زما پۀ خفګان فکرمند شو.زما نه ئې وجه اوپوښتله خو ما ورته هيڅ وئيل نۀ غوښتل.اخر پلار مې مجبوره کړم او هغه مې د خان زاده د مرګ نه خبر کړو.خبره کله پټه پاتې کېږي او بيا د غم خبر خو د ځنګل د اُور پشان زر خورېږي.دوه ورځو کښې د خان زاده د کور د خلکو نه علاوه ټول کلے خبر وۀ او پۀ ټول کلي کښې دغه ګنګوسے خور شوے وۀ.
زۀ د محمد نبي سره مسلسل پۀ رابطه کښې وؤم.پوره پينځۀ دېرش ورځې پس د خان زاده مړ وجود پۀ صندوق کښې بند کلي ته را ورسولے شو.پۀ کلي کښې غوغا جوړه شوه.د خان زاده پۀ مور پلار او نازبينې خو لکه چې د اسمان تندر را اوغورزېدۀ.دغه منظر د کتو نۀ وۀ.د خان زاده مور پلار لکه د بُت بقې سترګې وؤ او نازبينې خپل سر او مخ پۀ دواړه لاسه وهلو او اسمان پله وازه خُلۀ پۀ چغو کوکارو سر وه.د خاوند د مړي پۀ بند صندوق به بار بار غوټه کېدله او د کلي مالت ښځو به د صندوق نه لرې راښکله.د جنازې د پاره وخت اوټاکلے شو او پۀ مقرره وخت د خان زاده مړے مقبرې ته يوړے شو.
ماته دغه وخت د خپل پښتون قام پۀ ناپوهۍ هم افسوس وشو،او فکر واغيستم چې د ديار غېر نه د مړ وجود وطن ته راوړل کومه عقلمندي ده.دا بې وسه او ناپوهه پښتانۀ اخر ولې نۀ پوهېږي چې د مړ وجود پۀ کاغذي کاروائۍ پسې د مياشتې نه زياته موده پۀ دستخطونو پسې ګرځي.خپل روزګارونه متاثر کړي.د مړ وجود وطن ته د راوړلو د پاره پۀ مزدور پېشه خلکو د چندو بوج واړوي او چې مړے را اورسوي نو بيا ئې لواحقينو ته د خودلو توان هم نۀ لري.کۀ دا مړے ئې هلته دفن کولے نو دې کښې څۀ بدي ده.راوړلو سره غم بيا نوے شي.ويرونه ماتمونه جوړشي او ټول ماحول ساندې ساندې او سلګۍ سلګۍ شي.
خلکو د خان زاده مړے لحد ته کوز کړو او د تختو ايښودلو نه پس ئې پرې خاورې اچول شورو کړل.نور خلک پۀ خپل خپل ځائې ناست ولاړ وؤ.مولوي صېب تقرير شورو کړو.د يو څو اياتونو د وئيلو نه پس خلکو ته مخاطب شو او ورته ئې اووئې چې تاسو دا هر څۀ وليدل چې خان زاده مړ شو.اوس زمونږ پۀ مينځ کښې نشته.تر مرګه ددنيا پۀ ګټه پسې د ملک نه بهر وۀ.چې مړ شو نو اوس به ئې خپل عمل پکارېږي.پۀ دې حقله خوش نصيبه وۀ چې پۀ هغه پاکه زمکه ورله الله پاک د شهادت مرګ نصيب کړو،چرته چې هر مسلمان د تللو او هلته د مړ کېدلو آرزو لري.دا الله پاک مونږ ته عبرتونه ښائي،چې دا خلک پۀ دې دنيا کښې د څو ورځو مېلمانۀ دي.دا ژوند عارضي دے خو زۀ او تاسو کله دې ته وزګار يو چې د هغه ابدي ژوند د پاره تياري اوکړو.د دنيا پۀ ګټه پسې مو بډې راښکلي دي او د هغه ژوند راسره هډو فکر نشته.
پۀ ما د مولانا صېب دا خبرې داسې لګېدې لکه پۀ غوږونو کښې راله څوک سيکه اړوي.زړۀ مې غوښتل چې پاڅېدے.مولانا صېب مې د تقرير نه منع کړے او دې خلکو ته مې پۀ دې رنګ خطاب اوکړے چې اے پښتنو!تاسو ټول د هاتي پۀ غوږ کښې اُودۀ ئئ.تاسو وليدل چې خان زاده د نېستۍ د لاسه ديار غېر ته مزدورۍ له تلے وۀ.کۀ پۀ دې وطن کښې نظام وے او دۀ ته ئې باعزته روزګار ورکړے وے،نو دے به ولې د خپلې پېغلې ښځې او بوډا مور پلار د خېټو د دوزخ ډکولو د پاره د ټاټکي پۀ مزدورۍ پسې د اووۀ ؤ سمندرونو نه اخوا پردي وطن ته تللو او د هغه بدمسته عربيانو نازونه نخرې به ئې وړل.پۀ دې وطن کښې څۀ نشته.دا خو د معدني وسيلو او افرادي قوت نه مالا مال وطن دے.د اوبو فراواني ده پکښې،ځنګلات دي پکښې،د ماربلو ذخائر لري،خلک ئې د زيار سره بلد دي.هنري صلاحيتونه پکښې د هر چا نه سېوا دي.زمکه ئې زرخېزه ده.د څۀ شي کمي نشته.کۀ نشته نو بس نظام نشته.طريقه کار نشته،انصاف نشته.افراتفري ده.من ماني ده،غصب دے.پردي جنګونه ئې خپل کور ته راوړي دي.مونږ بې وسه اولس د لويو طاقتونو د مفاداتو د پاره لکه د خشاک کارولےکېږو او ګټه رانه نور خلک وړي.د وطن اکثريت د لوږو تندو او غذائي قلت سره مخ دے.او پښتانۀ خو پۀ خصوصي توګه د ژوند د بنيادي سهولتونو نه محرومه د څارو پۀ ژوند کولو مجبوره دي.کلتور او روايات ئې ترې واغستل،پۀ خپله ژبه کښې ئې د ليک لوست د حق نه محرومه کړل.پۀ وطن دننه او د وطن نه بهر ئې د مسافرۍ پۀ ژوند کولو مجبور کړل.پۀ کراچۍ او د وطن پۀ نورو حصو کښې د مهاجرت ژوند کولو سره ترې خپله ژبه پۀ هېرېدو ده.وړو ته اټا وائي،وريجو ته چاول وائي او د دله دوؤس د پاره چُتيا توري کاروي.نوے نسل اوس پۀ کلوګانو د بازار وړۀ اخلي.تڼوۍ او خمبه نۀ پېژني.د خپلو ملي ګټو نه بې خبره دي.ټول د ذاتي ګټو پۀ فکر کښې اخته دي.بچي راوړي خو روزنه پالنه ئې پخپله نۀ شي کولے.څوک خپل بچي غزاګانو له لېږي او د چا بچي پۀ ډېرانونو کښې کباړ ټولوي.پۀ دې ئې مازغۀ کار نۀ کوي چې د اولاد تربيت څنګ کېږي.او ګرمولے ئې هم نۀ شو ځکه چې د چا تربيت پخپله نۀ وي شوے،هغه به د اولاد تربيت څنګه اوکړي.دا هډو پکار نۀ ده چې دهقان او مزدور دې نور دهقانان او مزدوران اوزېګوي.بچي راوړل خو ځناور هم کولے شي.ګران کار د اولاد تربيت دے.
مولوي صېب! د غرض پۀ ټکي ګوته مۀ ږده.تۀ هم پښتون ئې.زمونږ سختې راحتې شريکې دي.پۀ جار هر څۀ وايه.پۀ تا خلک اعتماد کوي.خبره دې اوري.احترام درکوي.تا له پکار ده چې دا بې سره بې پښو نظام اوغندې.دا د اقتدار پۀ نشه مست خود غرضه حکمران اوغندې ،د کفيل او کفالت دا بې انصافه طريق کار اوغندې.خپلو مقتديانو له سترګې اوغړوې.خو ما ته پته ده.تۀ هم د دې بې انصافه نظام برخه ئې.تۀ د مسافرو د مجبورو نه څۀ خبر ئې.د څو روپو د پاره د مزدور د وجود نه د بهېدونکو خولو نه څۀ خبر ئې. ټول عمر دې تياره خوړلې ده.د هاړ د سرو غرمو او د ژمي د يخو پخو شپو د زوره څۀ خبر ئې.پۀ محراب کښې هم درته د سر دپاسه پنکها چورلي.بې محنته مشقته دې جېبونه د پېسو نه ډکېږي او خرچه دې څلور انې هم نۀ لږي.د امامتۍ امدن،د نکاحونو امدن،د مدرسې فېسونه،د څاختونو تعويزونو امدن،زکاتونه نزرانې او تکې سپينې صفا سوتره جامې.نۀ پوهېږم چې ځان له عبادت څۀ وخت کوې، ځکه چې دا کوم عبادتونه تۀ کوې ،د دې خو تۀ معاوضه اخلې. دا هر څۀ ما د ځان سره پۀ زړۀ کښې وئيل.پۀ ډاګه مې چرته وئيلے شول ځکه چې ما دا نۀ شوه زغملے چې د کفر ټاپه راباندې ولږي.بيا به د مولوي صېب او دغه نوروخلقو د عتاب نه چرته پټېدم.ځان مې ناغرضه کړے وۀ.چاروناچار مې د مولوي صېب خبرې پۀ غوږونو لګېدې او د غوږونو د پردو نه مې داسې تمبېدې لکه د کاسې نه چې تودې نينې دانګي.
د خانزاده د ځوانۍ مرګ،د هغه بوډا پلار او بوډۍ مور اومنلو.څۀ موده ئې ورپسې ژړاګانې اوکړې خو آخر ئې د خدائے پۀ کړو صبر اوکړو،او غلي شول.پښتو کښې متل دے چې مړۀ مړۀ شي او ژوندي خپل رواج کوي.خو هغوې رواج هم نۀ شو کولے.خان زاده د مور پلار د بوډاوالي امسا وه او چې پۀ دې عمر کښې امسا هم د لاسه پرېوځي نو ژوند تېره ول نور هم ګران شي.د نيازبيني فکر ئې هم خوړلو خو بل زوے ئې هم نۀ لرلو چې نيازبينه ئې ورته پۀ نکاح کړے وے.او د مړځوي دا نخښه ورته پۀ کور پاتې شوے وے.د نازبينې اولاد هم نۀ وۀ چې د هغۀ سترګو ته ئې پۀ دغه کور کښې کونتون کړے وے.خلک وائي چې وخت بهترين مرهم دے خو نازبينه د ډېرې مودې تېرېدو سره هم ځائې له رانغله.د خانزاده غم نفسياتي مريضه کړه.د کور د کارونو نه بې پرواه به هر وخت پۀ فکرونو کښې ډوبه ناسته وه.د دنيا مافيها نه بې خبره به هر وخت لکه د بت خاموشه وه.وروڼوچې ئې دا حال وليدۀ نو خپل پلارګني کور ته ئې راوستله خو د خپلې معاشي بدحالۍ پۀ سبب ئې ورله علاج هم نۀ شو کولے.وروڼه به ئې سحر وختي د مجبورۍ لۀ کبله خورۍ مزدورۍ له لاړل او نازبينه به د ورندارانو پۀ رحم و کرم پۀ کور کښې بې اسرے پاتې شوه.مور پلار ئې هم بوډاګان شوي وؤ او د نازبينې نازونه ئې د هغې د ورکوټوالي پۀ شان کله وړے شول.نازبينې کټ ونيولو او د مسلسل څملاستلو پۀ سبب د کټ نه د پاځېدو او ګرځېدو قابله هم پاتې نۀ شوه.کټ ورله ډډي سورۍ کړې او نن هغه ورځ هم راغله چې د دې فاني دنيا نه ئې سترګې پټې کړې او پۀ ابدي خوب اُوده شوه.
زۀ د نازبينې پۀ دې بېوسه مرګ د فکرونو سمندر پۀ مخ اغستے وؤم.بيا مې زړۀ کښې راغلل چې دا مرګ هم لوئې نعمت دے.ښه ده چې مرګ شته چې بېوسه خلک د غمونو نه خلاص کړي.د مرګ سره ارمانونه هم قبر له يوسي.زمونږ حقيقي مور هم دا زمکه ده.چې د ژوند تېرولو يوه چاره پاتې نۀ شي نو زمکه مو لکه د مور پۀ خپله خوږه غېږه کښې د بې غمۍ پۀ خوب اودۀ کړي او داسې الله هو راته اووائي چې بيا هډو د ويښېدو امکان پاتې نۀ شي.فکر مې کولو چې دا حکومتونه آخر د کوم مرض دارو دي.دوې پۀ خلکو دا حکومت د دې د پاره کوي چې هره ورځ پۀ ګڼ شمېر کښې نازبينې او خان زادګان د لوږو د لاسه مري.آيا د وطن آئين او قانون پۀ وطن کښې ميشته خلکو له د مفت تعليم،روزګار،صحت،امن او امان بنيادي حقونه صرف پۀ کتابونو کښې ورکوي.عملاً به دا حقونه دوې ته کله پۀ لاس ورځي؟حکومت خو د خلکو نه د شهري پۀ حېث فرايض غواړي خو د دوې يو حق منلو ته تيار نۀ دے.دا لوبه به ترکومې دغسې روانه وي.دماغو مې هډو کار نۀ کولو.د کټ نۀ فوراً پاڅېدم او د نازبينې د تجهيز و تکفين پۀ غرض د هغوې د کور دروازې پله روان شوم.
Post a Comment