رڼا دې نه شي تيارۀ ښۀ ده ډيوې مــــــــۀ بلوئ
زما ټول عمر توره شپه ده ډيوې مــــــــــۀ بلوئ
هغه زاړۀ قبرونه وس پکښې څــــوک نه پېژني
هــــواره شوې هــــــديره ده ډيوې مــــــۀ بلوئ
تيئرو کښې اوسم لــــږ پۀ امن د رڼا د غلــــو نه
څو ورځې ژوند مې اسره ده ډيوې مـــــۀ بلوئ
کم عقلــه خلقه تاسو غم او ښادي څـــۀ پېژنئ
تيارۀ بې وسو لـــه پرده ده ډيوې مــــــۀ بلــوئ
زۀ څۀ يم دلته کښې بلها خلک تېئرؤ کښې اوسي
دا د دېوانـو ښاريه ده ډيوې مـــــۀ بلــــــــــــوئ
زۀ پرې د ټول عمر ملګرې تېئرې څنګه ور کړم
د رڼاګانـــــــو مې توبه ده ډيوې مــــــــــۀ بلوئ
چې د دنيا وږ سترګو خلکو ته پۀ ډاګـه نه شي
د اکمل ، مينه پوښتنه ده ډيوې مــــــۀ بلــــوئ
(اروښاد اکمل لېونے )
Post a Comment