زه کله د الفت د میکدو لیونے نه وم

شاعرې

Monday, March 24, 2025

زه کله د الفت د میکدو لیونے نه وم

 


زه کله د الفت د میکدو لیونے نه وم

زه کله د ښایست د رنګینو لیونے نه وم


زه کله د الفت د عظمتونو نه منکر وم

زه کله د ښاېست د کمالونو نه منكر وم


ما کله په زخمونو کې سپرلي نه دي ستایلي

ما کله پرهرونه په ازغو نه دي ګنډلي


 ما کله د ګلونو د یارۍ نه توبه کړې

 ما کله د رنګونو رڼا نه ده نغمه کړې


زما په برخه کله ليوني غمونه نه وو

زما په لمن کله د تهمت داغونه نه وو


 زه کله زما ګرانه د زړه سره مین نه وم

زه کله باغي نه ومه خود سره مین نه وم


 زه تل د محبت د عظمتونو ثنا خوان یم

زه ټول عمر په دې ګناه د ژبې اوېزان یم


زه نن هم د پرون غوندې په دې ګناه لتاړ يم

زه نن هم د فتوو د توپو مخې ته ولاړ يم


زه نن هم د سپرلي هره ښکالو نغمه کومه

 زه نن هم زندګي د محبت په تار تړمه


 زما زړه خو هم هغه دی چی تاته مي ښودلې

زما لیونتوب هغه دی چی تا خپله لیدلې


 خوزه ددغو ټولو حادثو سره بلد یم

 د ځان د سوزېدو د تماشو سره بلد یم


 ما ټول عمر هم دا کړي دا اوس چې څه کومه

هم دغسې پخوا و مه دا اوس چې څنګه يمه


 زما ژوند خو هم هغسې بې سره لېونتوب دې

زما سترګو کې هغسې یو غنی غنی خوب دې


که ته د نعمتونو د تیارو نـــه يـرېدلې

که ته ددې خبرو دغو خولو نه يرېدلې


که دغه بوږنوونکې يرې ترهې دې په زړه وې

 تراوسه ولی چوپ وي د زړه سره څه دې نه وې


 اوس څه وشو چې داسې يرېدلی یې اوتر يې

 ما هم يرول غواړي ليونې يې زورور يې


 زه څه وکړم ستا و منم د ژونده لاس په سر شم

د مینې نه توبه کړمه د مینې نه منکر شم


نه نه زما نه نه کېږي دا نه کېږي دا نه شي

زما لمن دې چرې په دروغو پاکه نه شي


 زما زړه دې د مينې د عظمت په ګناه تور يي

 زما په نوم دې دغسې يــو ســل الـزامـه نـور یــې


 ته ځه ورځه چې تاته پکې پېښه نوره نه شي

زما په الزامونو دې لمنه توره نه شي


زما مینه خود سره ده باغي ده تاواني ده

 زما ژوند لاتردې ورځې بایللي جواري ده.


صاحب شاه صابر

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

Name

Email *

Message *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف