غزل
خونخواره ده خونخواره ده خونخواره ده ما خوري
دا نن شپه خو چيچل کوي ښاماره ده ما خوري
څه نوې حادثه ده چې تياره ده ما خوري
بلا ده او زما خوا ته حيساره ده ما خوري
احساس د چا د سترګو د نشتوالي مې سکونډي
سپوږمئ مې په سر سمه څوکيداره ده ما خوري
زما د بربادئ د سبب مه ګورئ دليل
که هر څه دي خو لوبه له دې ښاره ده ما خوري
تاريخ ليکي په ځان پسې او جنګ ګټي په ما
ګيله مې د دې دور له باداره ده ما خوري
د لاس د صفايئ د هنر نه لري مثال
زما د سر قاتل سره يې لاره ده ما خوري
اقباله پښې مې ايښې په مرئ د بغاوت
جزبه د خاموشئ مې له انګاره ده ما خوري
اقبال مومند
Post a Comment