عاجز مزل په داسې زمکه کوي / زيت الرحمان عاجز

شاعرې

Friday, February 14, 2025

عاجز مزل په داسې زمکه کوي / زيت الرحمان عاجز

 



داسې په چل خبرې ځکه کوي

دغه سړے د خلقو سپکه کوي


شي زلزله زما د زړۀ په غرونو

په ناز خبرې چې نازکه کوي


د هغه  خلقو ترقۍ ته سلام

څوک چې جنګونه بے ټوپکه کوي


زۀ يي په داسې مرګ وژلې يمه

مارغان مې هم له غوښې کرکه کوي


زما  د  قام.   نرم مزاجه   خلق

وعده د کانړې پشان کلکه کوي


په هر قدم جامې له وينو ساتي

عاجز مزل په داسې زمکه کوي


زيت الرحمان عاجز

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

Name

Email *

Message *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف