د آخرې روژې ماښام لا نهْ وو

شاعرې

Friday, February 14, 2025

د آخرې روژې ماښام لا نهْ وو

 





نظم

     ً د اختر شپه 


لیک  ” زيت الرحمان عاجز کتوزۍ “


د آخرې روژې ماښام لا نهْ وو

په کټ کښې ناست وومه خغه غوندی ووم

ځان راته داسی ښکاريدهْ ملګرو

لکه چې ورک له قافلې نه يمه

د خپل کور خلق راته هم خفه وو

په دی سوچونو کښې ډوب شوی وومه

چې ناګهانه لس کلن بچې می 

په منډه منډه زما خواله راغی

راته ۍ وی بابا خبر ی کهْ نه

ماته ملګرو یو خبره اوکړه

راته ۍ اووی چې صبا اختر دی 

یو ووﺉيل ماله پلار جامی اغستی

بل ووﺉيل ماله پلار څپلۍ اغستی

ماته ۍ ووی تاله ۍ څهْ اغستی

ماورته وی لږ غوندی صبر اوکړﺉ

زهْ می پوښتنه له بابا کوومه

بابا زهْ هم نوی جامی خوښوم

ولی مونږ خق د سیالۍ نهْ لرو څهْ

ما ووﺉيل ولی نهْ نیازبین بچیه

تاله به هم نوی جامی اخلم

تاله به هم نوی څپلۍ اخلم

چی ۍ زما خبره واؤریدله

زما له غیږی نه ۍ منډه کړله

په منډه منډه د کوڅې طرف ته

خپلو ملګرو ته ۍ چغی کړلی

ماله به هم بابا جامی اخلی

دی  لا کوڅې ته رسیدلی نه وو

زمونږ د کلی په یو غټ جمات کښې

اعلان شروع  شو چی صبا اختردی

ددی اعلان شروع کیدلو سره

د هر طرف نه ښواي ډزی شوی

ددغی ډزو سره سم ملګرو

زما تر غوږه یو آواز راغی

بابا رامنډه کړه چا  اوویشتمه

ماښپبله پښې کوڅې ته منډه کړله

چی می د کور دروازه خلاصه کړله

ما خپل بچی په وینو سور اوولیدهْ

ماچی په غیږه کښی راوچت کړلو نو

زما بچی په آخری سلګو کښی 

زما نه بیا نوی جامی اووغوښتی

بلها عالم وو تر کوڅی راغلی

د چا دلاسه چی په وېر اخته ووم

هم هغه خلقو راله ډاډ راکوو

ما خپل شهید بچی سینی ته جوښت کړو

د کلی خلقو ته می سوال اوکړو

زما د کورډیوه مو اوجله

د بل چا کور کښی تیارهْ جوړه نهْ شی

دبل چمن ګلونه مړاوی نهْ شی

له دی خبرو نه ګُریز پکار دی

له ښواي ډزو پرښیزپکار دی

هره لخه می په غوغا تیره کړه

داختر شپه می په ژړا تیره کړه

داختر شپه می په ژړا تیره کړه

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

Name

Email *

Message *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف