دوه نیم ملاقاتونه

شاعرې

Tuesday, January 21, 2025

دوه نیم ملاقاتونه

 



دوه نیم ملاقاتونه


یو د سړي اصل وي بل د سړي په حقله د بل سړي قایم کړی تاثر وي مونږ اکثر خلق د خپل قایم کړي تاثر په ګز باندې ناپ کړو او د هغه د شخصیت معیار وټاکو، دا تاثر د یو چا د بل چا باره کښې د ښو بدو خبرو نه، د وړومبي ملاقات د رویې نه د وقتي توګه خندا خفګان غصې مینې د طاري شوي موډ نه د ناستې پاستې نه د روڼ او تریو تندي نه واخلو او بس زمونږ لپاره بیا هغه سړی هم هغسي وي څنګ چې زمونږ تاثر وي

زمونږ ټول تعلقات پیژندګلو دوستۍ دشمنۍ مینه نفرت دغه زمونږ د قایم کړي تاثراتو په بنیاد باندې وي مونږ سره یو سړی څنګ چلن کوي زمونږ لپاره هغه سړی هم هغسې دی، یعنې د یو چا باره کښې تاته ډیر خلق وایی چې دا بد انسان دی خو تا چرته په بدو نه وي لیدلی نه یې تاسره بد کړې وي نو ته به لږ حیران یا شکي شان شې خو ستا زړه به هرګز دا نه مني چې ګني دا بد سړی دی، دغسې د یو سړي صفت ټوله دنیا کوي خو د هغه رویه تاسره سمه نه وي نو هغه ته ښه ویل به بالکل ستا زړه نه مني

زمونږ کلی مانیرۍ چې نیمه په کوزه او نیمه بره مانیرۍ یادیږي چې خدای ورله غر خاوره اوبه او خلق څنګه ښکولي او مست ورکړي دي دغسې یې ورله شاعران او لیکوالان ورکولو کښې هم د سخاوت نه کار اخستی دی (دا خبره ما مخکښې کړې وه خو د وخوره په ځای رانه ډک شه لیکلی شوې وو چې زه پرې بیا پښیمانه وم خو زمونږ یوې محترمې لیکوالژ خور پرې مکمل د نصوحا توبې پورې راښکلی وم او د لفظونو په استعمال کښې یې د احتیاط قایل کړم 😁) نو د مانیرۍ زمکه ادبي لحاظ سره هم زرخیزه ده تسکین لالا عزیز لالا انور لالا جان بهادر لالا قیصر لالا تصور صیب ګوهر جان مشال صاحب مانیروال او نور ګڼ شاعران ادب سره ریلیټډ خلق یي زیږولي دي

خو د وړوکوالي نه چې دې کښې به ما د ټولو نه ډیر نوم اوریدو نو هغه به د تسکین مانیروال وو یو هغه سینئر وو بل ئې دا شعرونه لکه د ماشومانو د یادو کړو سندرو هر ماشوم ته یاد وو تسکینه مانیرواله خپل کټ پوزی دې واله یار نه راځي ستا خواله (بیا وروستو خبر شوم چې ماشومانو په کومو شعرونو تسکین پیژندو هغه د تسکین نه بلکه د تسکین ملګرو په ګپ کښي په تسکین پسې جوړ کړې وو خو مشهور د تسکین په نامه شو)

دغه وخت زما د تسکین په حقله دا تصور جوړ شوی وو چې تسکین څوک سړی دی شاعر دی (شاعر یعنې د نورو خلقو نه جدا دی) سکول کښې هیډماسټر وو خو پوډرو په وجه یي استاذي پریخوده او ډیره موده زما لپاره تسکین بس دغه څوک وو، تاریخ راته نه دی یاد خو د تسکین لالا کتاب چاپ کیدو نو پته نشته چې دا روایت دی د کمپنۍ مشهورتيا ده که مارکیټنګ تکنیک دی چې د کتاب چاپ کیدو نه اول دوه درې غزلې د کوم سندرغاړي په اواز مارکیټ ته راغلې او دا کار هم شاید د قام قلم بنسټګرو انور لالا دي یا بل چا کړی وو خیر یو غزل ماته یاد دی (څکمه څکمه څکمه زه) د بې باکۍ مستۍ او ژوند نه ډک غزل وو خو سندرغاړي څکمه څکمه زه دومره ځل تکرار کړې وو چې ما ویل که دا تسکین شعر کښې ولې بار بار څکمه څکمه وایی او ما د دغه غزل نه یو بې مست عیاش تسکین اخذ کړو

خو بل یو نظم مې ورله واوریدو (زما د ژوند قیصه) زورور نظم وو څو لفظونو کښې د شپږ پنځوسو کالو د ژوند نچوړ وو ویونکي ورسره هم انصاف کړی وو ماته پکښې یو معصوم بې موره بې پلاره یتیم تنها د ځوانۍ او پیرۍ په ډګر ولاړ خو د انساني اوصافو خاوند (چې نه فرښته ده نه شیطان دی بس انسان دی) عقلیت پسند او ژوند پرست انسان وبریښیدو

شاید د رحمان بابا په دیرش روپۍ د زیړو پاڼو کتابچې چې د پاسه یې پرې دیوان رحمان بابا لیکلي وو اخستو نه پس زما دویم د شاعر اخستونکی کتاب د تسکین مانیروال وو (چې ښه خوشی صحرا وی) شاید دا هم روایت یا بل څه وي چې د شاعر د غزل یا نظم مشهور شعر یا مصرع دې د کتاب نوم شي. ضخامت کښې هم هغه د رحمان بابا د دیرشو روپو واله دیوان هومره وو خو کاغذ یې ښه وو ټائیټل کښې هم ښه خوشې صحرا شان منظرکشي شوې وه

ما دغه کتاب لوستلی نه وو صرف د انور مانیروال لالا سریزه مې لوستې وه چې د هغه د ادبي ژوند او فن نه زیات پکښې د تسکین لالا د شخصي ژوند د خوبو خامو، لوړو ژورو، اشکاره و پوشیده قیصو کتارو ذکر وو زه خو ادبي او لیکوال نه یم خو بیا هم راته دغه قیصې غیرضروري شان ښکاره شوې بیا مې ویل کیدیشي په کتابونو لیکل داسې کیږي او حقیقت هم دغسې وو چې نزدې او بې تکلفه ملګري په یو بل سریزې او خاکې لیکي نو هغې کښې د بې تکلفه مینې ډاډ او خلوص شامل وي خو زما مخې ته ئې بې پروا د ځان دشمن د دنیا او سماج نه کټ شوی د شاعرانو ادیبانو نه ویزاره نشه کښې ډوب په هلکانو مئین تاواني جذباتي او لوفر شان تسکین ودرولو

بیا ما درې نامې اوریدلې د مانیرۍ عزیز مانیروال شاعر، پوډري تسکین شاعر، او د زیدې د طرف پوډري عزیز شاعر وغیره او د کفایت شاه په غږ به مې د عزیز لالا غزلې اوریدلې زما د ځلمیتوب رومانټک دور د عزیز لالا غزلو رنګین کړی وو

ډیره موده پس غالبا دوه زره دیارلسم څوارلسم کښې مې دبۍ کښې یوه ادبي ټولنه کښې په اول ځل شمولیت وکړو چې هغه وخت یې ممتاز اورکزی صیب صدر وو د ممتاز او نظار لالا په زړه چاودي محنت هغه ټولنه ډیره فعاله وه مشاعرې، شاعران رابلل درناوي کښې پروګرامونه کول ایوارډونه ورکول تاریخي او ادبي کتابونه چاپ کول هر څه به کیدل خو بیا ممتاز صدر او نظار ژوندی پاتې نشو اوس پته نشته چې ټولنه شته صدر یې نشته که صدر شته ټولنه نشته بحرحال په اول ځل ادبي غونډو مشاعرو او شاعرانو سره ناستې پاستې شروع شوې د کلي نه ډیر شاعران خو دبۍ کښې وو نوی نوی شاعر وم چې د چا شاعري به مې خوښه وه په سټایل کښې غزل لیکل به مې کمال ګڼلو ډیر زیاتی مې صاحب شاه صابر او لږ لږ زیاتی مې ممتاز سره کړی وو شعوري توګه به مې کوشش وو چې داسې غزل ولیکم اسلوب مسلوب مې نه پیژندل د بل شاعر د خوښې اسلوب خپلول مې د ښې شاعرۍ اصول ګڼل

یوه ورځ راته ممتاز صیب ویل د صوابۍ نمائنده شاعر څوک دی؟ ما ویل څوک دی؟ ویل تسکین د صوابۍ نمائنده شاعر دی صاحب اسلوب دی او د ځانګړي فکر شاعر دی (نمائنده شاعر ګڼل هم شخصي نظر دی باید چې نور نمائنده شاعران پرې خواه بده نکړي) خو زما نظر کښې تسکین یو نمائنده او د ځانګړي طرز شاعر شو او د ملاقات شوق مې په زړه کښې پیدا شو

کلي ته لاړم او کلي کښې قام قلم ته لاړم عزیز لالا انور لالا جان بهادر لالا قیصر او تصور لالا ډاکټر جسیم او نورو مشرانو بې انتها مینه راکړه انتهایی پرخلوص او مهربان خلق دي خو تسکین لالا مې سهی نکړو قام قلم ته به تلم راتلم خو تسکین صیب به نه وو بیا خبر شوم چې هغه د ادبي ټولنو او پروګرامونو شوقي نه دی چرته په پیښه راشي یا په اوچ زور به یې راولې ګني هسې نه راځي په کتاب مې ورله د انور لالا سریزه لوستې وه او دوه شعرونه مې ورله لوستې وو چې د یو شعر مصرعه داسې وه (کینم تاریکو ګوټ پیرورونو کښې پسې وژاړم وخت رانه وتروړلې هغه مهربانه ډیوې) شاید مور پلار ته یې لیکلی وو او زما زړه ورسره درد کړی وو نور کتاب مې نه وو لوستلی بل چا وړی وو او لا تر اوسه مې نه دی لوستی خو د انور لالا په سریزه کښې مې د داود د نایی خانې نوم اوریدلی وو چې هلته اکثر ناست وي نو یوه ورځ په تپوس تپوس د داود نایی خانې ته لاړم لالا یو وړوکی شان وجود په ټوپۍ مفلر او واسکټ کښې انغښتی ناست وو اخبار یې لوستو او پته نشته چې هغه هلک داود وو که څوک وو خو په مخ یې د ختمیدونکي حسن اخیري څرکونه پاتې وو او ما ویل انور لالا خبرې رسا کړې دي لالا سره مې سلام دعا وکړل رسمي پوښتنې وشوې داود چای راوغوښته لالا ویل څوک یې د کوم ځای یې؟ ما ویل فلانی د فلاني ځوی یم نو یکدم رانیغ شو ویل هغه رور یې چې ویشتی وو؟ دوکان کښې ناستو کسانو راوکتل ما شرمنده شان ویل او بس لالا هم سور کښې شو زما د مړ تره او ژوندي پلار سره د تیر شوي وخت څو قیصې یې راته وکړې نایی خانه وه نو د شعر اوریدو فرمایش مې ترې ونکړو او خپله خو زه اوس هم چاته نه ویم چې زه شاعر مایر یم بس یو خواست مې ورته وکړو چې لالا یو تصویر.... او لالا یکدم لاس زما په اوږه کیخودو تصویر ته نیغ شو ما ورله ځان سره د پیر محمد کاروان دیوان وړی وو په تصویر کښې زه هغه دیوان او لالا کیمرې ته نیغ نیغ کتل خو د سترګو رنګ یې وئیل چې داسې لوبه او داسې ګوته نشته چې ما به نه وي کړي بس هغه تصویر مې پوسټ کړو چې ما هم تسکین لالا سره تصویر ویستی دی

خو ماته دې ملاقات نه پس څه بړبنګ د شعر و شاعرۍ نه بیزاره لوفر لوچک تسکین وبریښیدو

کلونه واوړیدل دنیاوي نظامونو انساني سوچونو کښې بلها تغیر راغلی وو چې یوه شپه آبشار فطرت شاید ګلبڼ ابوذر باچا او طارق ځلان زمونږ ځای ته راغلې وه کاظم هم وو شپه وه ګپ شپ لګیدو چې کاظم ویل زه تسکین لالا راولم (د هغه ورسره نزدې ګپ شپ وو) ما ویل چرته تسکین او چرته زمونږ ځای ته راتلل خو لږ ساعت پس دواړه د موټر نه راکوز شو ښه سور کښې وو ښه مزیدار لکه د همزولو یې ګپ لګولو او په هره موضوع ډیر رسا غږیدلو مذهب سیاست ملکي بین الاقوامي حالات ادب موسیقي بیا ابوذر باچا سره انګلش لټریچر باندې بحث دغه وخت ماته لکه د روغاني او لکه د ممتاز بیخي هر فن مولا ښکاره شو چې دومره پوهه او دومره ملنګي؟

بیا یي ماته ویل ته مې و نه پیژندې ته څوک یې؟ ما ویل هغه داود نایی خانه کښې څو کاله وړاندې ملاو شوې وو ډیر سوچ یې وکړو خو یاد یې نشو ما ویل د کاروان صیب کتاب مې درکړی وو نو چغه یې کړه چې ښا هغه کتاب تا راکړی وو؟؟؟؟ زه خوشحاله شوم ما ویل او جي نو لاس یې راوویشتو ویل مړه څه بیکاره کتاب دې راکړی وو قسم دی که د یو غزل نیم نه زیات مې پکښې ټکی خوش شوی وي هسې یې پرې د قرآن مجید هومره پاڼې ضایع کړې دي زما کاروان خوښ وو نو دا خبره راباندی بده ولږیده خو د لالا صاف ګویی او بیباکي مې ډیره خوښه شوه په هیچا او په هیڅ څیز یې بورڼه نه دوړول بیا یې ویل ته د چا ځوی یي؟ ما ویل د فلاني نو بیا یې چغه کړه ښا هغه رور یې چې ویشتی وو؟ دا ځل ابوذر باچا دي هم غوږونه لک کړل او یو خل بیا یې زما د مړ تره او ژوندي پلار د ځلمیتوب قیصې او د ملاقاتونو ذکر مختصر وکړو

دا ځل ماته لالا یو pure soul او بیخي لکه د شیشې زړه لرونکی انسان وبریښیدو چې د هغه نظر کښې څه سهی دی څه غلط دي هم هغه صحیح او غلط دي او هغه صحیح ته د صحیح او غلط ته په جار د غلط وئیلو قایل دی

بیا ترې مونږ د شعرونو اوریدو فرمائش وکړو څه نظمونه او شعرونه ترې ما ریکارډ هم کړل چې ماسره پراته دي صرف د mini plant واله نظم مې ترې شیر کړی وو واقعي چې لالا صاحب اسلوب د ځانګړي خیالونو مالک شاعر وو شپه پخه شوه ملګري اوده شو زه او شهریار لالا ته ویښ او لالا سره ویښ وو لالا د مذهب او عقایدو کتاب خلاص کړو شهریار د فلسفې او روحانیت د سیپارو نه دوړې وڅنډلې ما به ترې کله لوګو کښې ځان پټ کړو کله به ترې بهر وتښتیدم خو سمی یي نه خوړلو اخیر یې خبره په دې خلاصه کړه چې دا خو مختلفې لارې دي او یو منزل ته رسیدلې دي

د حسن پرستۍ ذکر مې ورسره وچیړلو او د اوده باچاجي ځلیدونکي مخ ته یې وکتل او یو سوړ خو بګڼو نیولی اسویلی یې راښکلو ویل ته په امردپرستۍ څومره یقین ساتې؟ ما ویل دومره چې بس خوښ مې شي او ګورم ورته خو لالا ویل نه مړه او د لالا بیان کړی یقین د بیانولو نه وو شپه په ګپ شپ تیره شوه لالا سحر وختي چیړه راواخسته چې ما کور ته رسوئ زمونږ د ډیر اصرار باوجود هم لالا بیخي لکه د ماشومانو چیړه نیولې وه چې کور ته به ځم او هم په دې ساعت به ځم د سحر امامتي لا نه وه ولاړه د ژمي یخه شپه وه خلق خال خال مونځ له روان وو او مونږ یخ پخ موټرسایکل د سټارټ کولو کوشش کولو خیر لالا مو ورسولو خو د بیا ملاقات وعده مو ترې واخسته

دغه یو ملاقات داسې شو چې لکه لالا سره مې د زمانو ګپ شپ وي او بیخي نزدې ملګري وو خو بل ملاقات ونشو زه دبۍ ته راغلم زما کتاب چاپ شو کاظم ورله زما کتاب ورکړو او تسکین لالا ته په اول ځل پته ولږیده چې زه هم شاعر یم د کاظم د موبایل نه یې دبۍ ته فون وکړو ویل یالکه ته دومره ښه شاعرې کوې او ماته پته نه وه او دا ځان دې ولې پټ ساتلی وو خلقو د شنو سترګو جینۍ او پبلک سکول باندې ملک وخوړو او ته دومره ښه شاعري کوې ځان دې غلی کړی دی

(دا ټولې خبرې صفتونه د لالا مینه داد او ډاډ وو خو زه پرې خوشحاله شوم) بیا به ورسره کله کله د کاظم په فون ګپ لګیدو چې کتاب یي ولوستو نو ویل نوې قافیې او ناشنا خیالونه راوړې ښه زما هم نوې قافیه او نوی خیال خوښ وي سولیدلي څیزونه نور سولول مزه نه کوي بیا یې راته زما یو غزل یاد کړو (اوس رانه هیر دی) چې په دې زمکه مې ستا نه بې اجازته یو غزل لیکلی دی هغه غزل یې راته اووې هم بیخي خوندور غزل وو زه په دې هم خوشحاله شوم چې بیخي پکښې غرور او ځان ښودنه نشته

بیا بیمار شو فون مې ورته کړی وو لګ ګپ مو ولګولو نو ویل ناوخته دی مور مې شته نه او دا وخت د کور خلق اوده کیږي سحر به ګپ ولګوو بیا به یې نمبر هر وخت بند راتلو او یوه ورځ خبر شوم چې لالا په ابدي خوب اوده شو

بیا چې زه په چهټۍ لاړم نو قیصر لالا او عقل زیب سره یې قبر لیدو له مقبرې ته لاړم لالا سره زما دغه درې ملاقاتونه شوې وو د داود نایی خانه کښې یې نه پیژندم زمونږ حجره کښې یې وپیژندم او مقبره کښې یې بیا نه پیژندم

او ما چې د خپلو اخذ کړو تاثراتو نه کوم لالا ځانله جوړ کړی وو هغه زما دې لیک کښې دی نور اصل تسکین څوک دی څنګ دی ماته پته نشته زما لپاره خو دغه تسکین لالا وو

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

Name

Email *

Message *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف