غزل
زه یم د ژوند په هــر موسم یوازې
سحــــر یوازې‘‘ ماښام هم یوازې
بل هیڅوک نه وو ستا د کور په لاره
زه به تـر څو پــورې درتلـم یوازې
راسره هیڅوک پکې پل نه وهي
ستا د غـــمونو پېټې وړم یوازې
زه د خــوشحال بابا په پل روان یم
زه په خــــونخوارو لارو ځم یوازې
زه بلې نه وایم په هر یو فرمان
خپلې هـم دې سرکشۍ کړم یوازې
زه چې د وخـت د هوا نیت ته ګورم
هم یم ژوندی او هـم به مرم یوازې
اوس د لوې ښار د پېښور په مینځ کې
ولې بیا هـــــــم زیاره زه یــم یوازې
ډاکټر خالق زیار
Post a Comment