جوړيداى شوه خو تا ياره جــــوړه نه کړه
زما زړۀ دې هنداره جــــوړه نه کـــــــــــړه
با وجــــود ددې چې تــــــــــاته لاره نه وه
ما له بل چــا ســره لاره جوړه نه کــــــــړه
چې ستا مخ به په کې ويني پردي خـــلک
ما غزل له دغه ډاره جوړه نه کــــــــــــــړه
په رڼا ومـــــه ډاډه د خپــــلو اوښــــــــکو
ما ډيوه د ځان لپاره جوړه نه کـــــــــــــړه
ما وې ستا زندګي څنګه شوه درويشـــــه
ده وې خُدائے هغه بيــماره جـــــوړه نکړه
درويش درانی
Post a Comment