غزل: استاذ درويش درانی
موسم بدل دی ښايي تللي مارغان بېرته راشي
و خپل وطن ته د کډوالو کاروان بېرته راشي
ستا ولونه ولونه زلفې وباسم له خپله خياله
يو ساعت پس که ګورم دغه ماران بېرته راشي
بېلتونه ! دا ځل دې نو عمر دومره لنډ شه، چې زه
په لمن اوښکې وچوؤم او جانان بېرته راشي
چرته که کاڼی او تندی بيا سره وجنګېدل
منځ ته به زخم د ګواښ کړوني په شان بېرته راشي
دروېشه! داسې به ونه شي چې زموږ هديرې
سپين ږيري وګرځوي ټول او ځوانان بېرته راشي.
.
Post a Comment