ستا د زلفو په رسو چې بندیوان دي

شاعرې

Thursday, January 23, 2025

ستا د زلفو په رسو چې بندیوان دي

 



اکرام الله ګران بابا


ستا د زلفو په رسو چې بندیوان دي

آزاد شوي د دنیا له سود او زیان دي


اشتا مینه کښي قلم قلم سرونه

ټوله ګټه ده هر څو که په تاوان دي


ستا د ښار د لیونو رسمونه نور دي

حیران ځکه لیوني د بیابان دي


یاره! ستا لارو کوڅو کښې زمونږ زړونه

نه په مونږه باندي ګران نه په تا ګران دي


ستا قباء باندي خفه یم چي تار تار شوه

په مستۍ کښي نن راغلي میخواران دي 


سر به ورکړم په تلي کښي ټیټ ښه نه دی

ګرانه! ښکلي که هر څه دي انسانان دي

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

Name

Email *

Message *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف