هر څۀ دې مري انسانيت دې نۀ مــــــــري

شاعرې

Thursday, January 23, 2025

هر څۀ دې مري انسانيت دې نۀ مــــــــري

 



د مینې او محبت مجسم 

اکرام الله ګران بابا


هر څۀ دې مري انسانيت دې نۀ مــــــــري

له دې دنيــــــا نه محبت دې نۀ مــــــــري


ستا په لېمـــــــــو تنـــــــــده د زړۀ ماتوم

پکښې اوبۀ د مــــــروت دې نۀ مـــــــــري


د بې دليـــــــــل انصــاف له لاسه که مرم

زما دليـــــــــل، زمــــــا حجت دې نۀ مري


د ســــــرمايې بټۍ پۀ دې ګــــــــــرمه ده

غــــريب دې مړ شي خو غربت دې نۀ مي


زما د زړۀ پۀ مشعل هــــــر څوک دې ځي

خو په سيلـــــــو د رقابت دې نۀ مــــــري


ستا د جفا لمبې که ما ســــــــــوځــــــوي

دا د وفــــــــا د مينې پت دې نۀ مــــــري


د ګـــران په قبـــــر که واښۀ زرغون شي

ياران ژوندي دې وي صحبت دې نۀ مري



شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

Name

Email *

Message *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف