اکرام الله ګران (فن او شخصېت) طيب الله خان

شاعرې

Thursday, January 23, 2025

اکرام الله ګران (فن او شخصېت) طيب الله خان

 



دروغ او رښتيا

...................


رښتيا وئيل او ليکل که هر څومره ګران شي خو که ګور ګران دی د مړي ناکام دی, هسې خو نن سبا هر سړي سره يو نيم رېکارډنګ مشين وي خو بيا هم دا خبره څه نا څه امکان لري چې  د وئيلو يوه نيمه خبره په هوا کښې لاړه شي خو ليک کېدې شي سل کاله پس هم موجود وي او رښتيا دا دي چې يو دروغ هم دومره نه پائي ددې کبله رښتيا ليکل مجبوري شي, رښتيا ليکل تل ضروري وي خو کله خو زښت ضرورت شي هم د دغسې ضرورت له کبله يوه قيصه کوم ضروري يې ځکه بولم چې د بده مرغه د شاعر, اديب او ليکوال په احساساتو باندې کاروبار کولو واله د کتابونو روزګاريان زيات تره غله دي, شاعر, ليکوال د اصولو سړی وي خو د دوي د لاسه روپو ګټلو والا د روپۍ خلک وي چې هېڅ اصول نه لري.

د ګران بابا په شخصيت په اردو کښې ليکلی کتاب ,, اکرام الله گران فن اور شخصیت،، مې په دوېم ځل چاپ ته وسپارلو, دا کتاب په اصل کښې ما د يو نزدې ملګري په ډېره کلکه غوښتنه د يوې ادارې د پاره په ډيره تادۍ په دوه ويشت شپو کښې ليکلی وو, ما د ملګري دغه غوښتنې ته د هر قسمه ګټې تاوان د تصور نه بغېر يواځې د ګران باچا د مينې له کبله غاړه ايښودې وه خو وروسته د ادارې د خلکو چې زما دغه ياد ملګری يې هم تر څه حده برخه دی د بې خونده رويې د کبله هسې په ظاهره خو د ضد او قاره دغه کتاب په خپله د ادارې نه وړاندې چاپ کړو خو وروستو پوهه شوم چې دا کار د ضد د کبله نه وو بلکې د ګران باچا د هغه کراماتو د کبله شوی وو په کومو چې زه باور لرم.

د چاپ مرحله يې داسې وه چې ما يو سړي سره خبره وکړه, خپله ذاتي سرمايه مې هم په کښې شامله کړه, کتاب چاپ شو او بې درېغه خرڅ شو خلکو ډير وستايو او ډېر هر کلي يې وشو, زه په دې پوهه يم چې ما به څه دومره ښه کتاب نه وي ليکلی خو خلکو د ګران باچا په مينه واخېستو, کله چې کتاب دومره په تيزۍ خرڅ شو نو د کتاب چاپوونکي راسره خبرې کولې چې دوېم اېډيشن به ئې چاپوو ما ورته عرض کړې وو چې کله يې هم چاپوو نو زه به ئې ترتيب کوم چې په لومړي چاپ کښې تر اوسه پوهه نه يم چې د چا د لاسه دي خو د ټائپ بلها غلطۍ دي دغه به ترې وباسو دا مې هم ورته وئيلي وو چې زه د يو کتاب هم د ګټې په طمع نه يم د ګران باچا د کتاب د ګټې خو تصور هم وبال دی نو ګټه يې ستا شوه, بس زما د پاره دا لويه خوشحالي ده چې ددې کتاب بل اېډيشن چاپ شي خو د بده مرغه د ,چا, په ما دغه خوشحالي هم پېرزو نه شوه.

که څوک ئې مني او که نه خو رښتيا هم دا دي چې دغه کتاب څو وارې هم هغسې چاپ شو او په غلا خرڅ شو دغه د کتابونو او چاپه خانو والا ترې څو دانې ښه په ايمان  خبر دي خو زه د چا نه ګواهي يا نور هيڅ هم نه غواړم بس عرض مې يواځي دا دی چې ما سره ددې غلا د لار نيولو بله چاره نشته د ډېرې مجبورۍ نه مې يو ځل بيا په خپل سر چاپ ته وسپارلو ملګرو ته يواځې دا خواست کوم چې هېڅوک دې نور د دغه کتاب لومړی چاپ نه اخلي دا دوېم چاپ دې زما نه هسې واخلي ټکه دې نه راکوي خو د غلا مخ نيوی پکار دی او که څوک ئې اخلي نو د هغې هم چاره کېدې شي دغه هم يواځې ددې کبله چې بل وار د چاپ وس ئې کېدې شي زه هم ونه لرم چې نور بلها کتابونه راته وازه خوله پراته دي.

په دغه دوېم اېډيشن کښې ما هېڅ قسمه اضافه کول نه غوښتل ځکه چې څه کوم نو په پښتو کښې ليکلي کتاب ,, د بهولا بابا ملنګ,, نه به ترجمه او تکرار شي او دغه په کښې زيات ګډول نه غواړم چې هغه ځانله کتاب دی خو اوس مې زړه کيږي چې دا قيصه په کښي ور زياته کړم کومه چې تاسو ولوسته؟ ستاسو چې هر څه خيال وي خو دا دعا را سره وکړئ چې د کتابونو دغه قسمه روزګاريانو ته دې خدائی هدايت او د نېکۍ توفيق ور کړي, په دغه روزګاريانو کښې زمونږ د حاجي ګل غوندې د شمار سرونه هم وو خو د وخت څپېړو داسې وتمبول چې په سمندرونو واوړېدل.


د سوېل په کړس مرغۍ خورې شوې

بيا به را نه شي د هغو مرغو سېلونه..

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

Name

Email *

Message *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف