دَ ژوندانۀ لۀ ښائستونو نه خبر شي خلک

شاعرې

Thursday, January 23, 2025

دَ ژوندانۀ لۀ ښائستونو نه خبر شي خلک

 

امجد شهزاد دَ ژوندانۀ لۀ ښائستونو نه خبر شي خلک چې دَ احساس پۀ اور کښې وسوزي سرۀ زر شي خلک پاتې دَ ژوند پۀ زغل کښې دغسې اکثر شي خلک چې اخته ټول عمر دَ وينوپۀ سنګر شي خلک دَ بل محتاجه دَ ژوندون پۀ هر ډګر شي خلک چې بې قلمه، بې کتابه، بې هنر شي خلک چې دَ شعور نه اؤ دَ عقل نه منکر شي خلک دَ دې دَ پاسه به نور څۀ پۀ شاړو سر شي خلک کۀ ډېر مضبوط شي کۀ ډېر لوئے لکه دَ غر شي خلک خو ستا محفل ته چې درورسي اوتر شي خلک خدايه چې ستا دَ نعمتونو به څۀ شمېر کوومه په ټُوک ډوډۍ پسې لۀ کوره مسافر شي خلک دَ الفتونو جهان ټول دَ ښائستونو ډک دے کۀ دَ نفرت لۀ غاره لږ شانې بهر شي خلک چې دَ رازق فلسفه څۀ وائي پۀ دغه حقله پۀ شته وطن پۀ شته دوتر کښې چې نهر شي ش خلک لهجه بدله کړي امجده سترګې هم بدلې چې ځائے ته ورسېږي دومره معتبر شي خلک

امجد شهزاد


دَ ژوندانۀ لۀ ښائستونو نه خبر شي خلک

چې دَ احساس پۀ اور کښې وسوزي سرۀ زر شي خلک

پاتې دَ ژوند پۀ زغل کښې دغسې اکثر شي خلک

چې اخته ټول عمر دَ وينوپۀ سنګر شي خلک

دَ بل محتاجه دَ ژوندون پۀ هر ډګر شي خلک

چې بې قلمه، بې کتابه، بې هنر شي خلک

چې دَ شعور نه اؤ دَ عقل نه منکر شي خلک

دَ دې دَ پاسه به نور څۀ پۀ شاړو سر شي خلک

کۀ ډېر مضبوط شي کۀ ډېر لوئے لکه دَ غر شي خلک

خو ستا محفل ته چې درورسي اوتر شي خلک

خدايه چې ستا دَ نعمتونو به څۀ شمېر کوومه

په ټُوک ډوډۍ پسې لۀ کوره مسافر شي خلک

دَ الفتونو جهان ټول دَ ښائستونو ډک دے

کۀ دَ نفرت لۀ غاره لږ شانې بهر شي خلک

چې دَ رازق فلسفه څۀ وائي پۀ دغه حقله

پۀ شته وطن پۀ شته دوتر کښې چې نهر شي ش خلک

لهجه بدله کړي امجده سترګې هم بدلې

چې ځائے ته ورسېږي دومره معتبر شي خلک

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

Name

Email *

Message *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف