۲۰۲۵کال مبارک
ما له به څه راوړې؟ سلګۍ که پاڼې پاڼې زړونه؟
د نوي کال سهاره، د نوي کال سهاره!
تا ته په کوم اميد خواره کړم د زړګي زخمونه؟
د نوي کال سهاره، د نوي کال سهاره!
چېرته کې خور د ورور په څلي پرته
چېرته کې ورور د ورکې خور په لټون
چېرته کې پلار د زوى په مړي نسکور
چېرته کې لور د خپلې مور په لټون
ته به مې چا چا له په مخ د وينو ږدې خالونه؟
د نوي کال سهاره، د نوي کال سهاره!
زما په کومه کوڅه کومه پوله؟
د سرو اورونو لمبې بلې نه شوې؟
زما د کوم پسرلي کومې نغمې؟
د وير په ساندو کې بدلې نه شوې؟
نور به مې کومو ګلدرو ته لګوې اورونه؟
د نوي کال سهاره، د نوي کال سهاره!
په ما د کال له سره اور بل وي
هر نوى کال ورته پوکى ورکړي
اور مې په خونه بل په کور بل وي
هر نوى کال ورته پوکى ورکړي
نه دي د شمار، نه دي زما د خوږ ځيګر داغونه
د نوي کال سهاره، د نوي کال سهاره!
رحمت شاه سائلؔ |Rahmat Shah Sail
#پښتوژبه #پښتوادب #پښتوشاعري #دپښتنوغږ
Post a Comment