نظر چې می د سترګو په جنت کښې لېونے شو

شاعرې

Wednesday, January 22, 2025

نظر چې می د سترګو په جنت کښې لېونے شو

 



نظر چې می د سترګو په جنت کښې لېونے شو

يو شور شو چې #سايل په محبت کښې لېونے شو


وختونه ورته ټيټ شو خو دا سر ورته ټيټ نه شو

دا زړه چې مې پښتون شو په غېرت کښې لېونے شو


رهبر د زمانې شو يو سبب د انقلاب شو

چې ژوند ئی فلسفه شوه ماديت کښې لېونے شو


وس مردِ قلندر شو اوس د وهم نه منکر شو

دا فکر چې زما په حقيقت کښې لېونے شو


د دار په سر ئی ؤئیل چې باغي يمه منصور يم

جانان ورکړله غېږ چې بغاوت کښې لېونے شو


پېغام ئی د ځوانۍ او د مستۍ زړونو ته راوړو

سپرلے چې د موسم په طبعيت کښې لېونے شو


لائق شو د بخښنې د حساب کتاب نه ؤوت

     سائل د اداګانو په قيامت کښې لېونے شو

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

Name

Email *

Message *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف