زه پېدا کړے خداٸے آزاد يمه ملا مه کوه

شاعرې

Thursday, January 23, 2025

زه پېدا کړے خداٸے آزاد يمه ملا مه کوه

 

#غزل- امجد‌ شهزاد  زه پېدا کړے خداٸے آزاد يمه ملا مه کوه  ته ماته څه وې چې هغه مه کوه دا مه کوه ـ  خارو ته وايه نغمې مه وايه ګناه مه کوه ـ  چينار ته وايه د سيلۍ سره ګډا مه کوه ـ   نمر ته هم وڅنډوه ګوته چې رڼا مه کوه سپوږمۍ ته هم کړه سترګې برندې چې ځلا مه کوه ـ   د چا د غاړې لونګين به وږمې نه خوروي ـ  د چا د لاس بنګړو ته وايه چې شړنګا مه کوه ـ   امجده دا اولس کوي اجتماعي خودکشي۔ ۔   امجده دوي له د ښې ورځې تمنا مه کوه ـ Amjad Shahzad


غزل

- امجد‌ شهزاد


زه پېدا کړے خداٸے آزاد يمه ملا مه کوه 

ته ماته څه وې چې هغه مه کوه دا مه کوه ـ


خارو ته وايه نغمې مه وايه ګناه مه کوه ـ 

چينار ته وايه د سيلۍ سره ګډا مه کوه ـ 


نمر ته هم وڅنډوه ګوته چې رڼا مه کوه

سپوږمۍ ته هم کړه سترګې برندې چې ځلا مه کوه ـ 


د چا د غاړې لونګين به وږمې نه خوروي ـ 

د چا د لاس بنګړو ته وايه چې شړنګا مه کوه ـ

 

امجده دا اولس کوي اجتماعي خودکشي۔ ۔  

امجده دوي له د ښې ورځې تمنا مه کوه ـ

Amjad Shahzad

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

Name

Email *

Message *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف