غزل
خپلو مٸينو ته خپل رنګ کړه راښکاره زندګۍ
په دې دوزخ کښې عمر نه کوي واره زندګۍ
هغه ډيوې سترګې که وکړي ننداره زندګۍ
د زندګۍ نه به مې ورکه شي تياره زندګۍ
يو ځل به لاړ شمه په مخه بيا به رانه شمه
انجام پکار شاعرانه د اواره زندګۍ
جام چې ګردش کښې شي نو واړه کاينات ودرېږي ــ
وختونه تم شي د ساقي په اشاره زندګۍ
زه د خمار په دريابونو کښې لاهو ښه يمه
خداٸے خو يې را مه وله چرته کناره زندګۍ
يو مقدس ګناه له ځم د مېخانې په طرف
ادا کووم د ثوابونو کفاره زندګۍ
بې له ربابه به زخمونه ټکورېږي په څه ـ
بې له شرابو بله کومه ده چاره زندګۍ
بغېر د مينې به څوک څنګه اخير ساه اخلي
بغېر له درده څنګه ګېږي ګزاره زندګۍ
زه دې رانغاړمه په رنګ کښې د اېمن د الاپ
زه درته وايم د راګونو سيپاره زندګۍ
د ژوند تصوير لکه د پېغلې جينۍ مسته خندا
د مرګ څهره ده د ملا په قواره زندګۍ
تېزندي شوي يې په ول کښې د ملا د پټکي
يې اويزانده د جمات په مناره زندګۍ
ڼو دا ښاغلي دلته څه خبر ٶ ستا په معنا
دغه کوم خلک چې تا غواړي دوباره زندګۍ
امجده يمه د خپل ذات په اذيت کښې مسرور
نه چاته چغه وهم نه چاته ناره زندګۍ
Post a Comment