نـعـت
ـــــــــــــــــــــــــ
تۀ نازولے ئې حضورهﷺ د جلال خاونده
حُسن پۀ تا باندې تمام دے د جمال خاونده
معراج ته لاړې او ديدن دې د لوئې ذات وکړلو
ډېر بختور وې يۀ سرکاره د وصال خاونده
هغه کتاب پۀ تا نازل شو چې ثاني ئې نشته
خدائے ته تۀ غوَره وې د لوئې عزت د شال خاونده
تۀ ئې سردار د جنتونو داسې خدائے فرمائي
ستا پۀ شان چرته څوک کېدے شي د کمال خاونده
دے ګنهنګار ورځ پۀ محشر باندې پۀ خاصه توګه
د فِطرت ú وکړې شفاعت د اِستقلال خاونده
Post a Comment