روغانے بابا / لا محدود به څنګ معلوم کړي جاهل عقل

شاعرې

Monday, April 15, 2024

روغانے بابا / لا محدود به څنګ معلوم کړي جاهل عقل

 



عقل


محدُود عقل دَحدودو قائل عقل

لا محدود به څنګ معلوم کړي جاهل عقل


پۀ ماده کښې پېدا شَوے بالغ شَوے

دَ مادې نه بهر څۀ کړي حاصل عقل


چې دَ ځان دَ ابتدا نه خبر نه دے

پۀ څۀ خلۀ به ځانته وائي کامل عقل


کله کله حق باطل او باطل حق کړي

دے حېران پۀ مينځ دَ حق اَو باطل عقل


پۀ محسوس جهان کښې ښۀ بهترين دوست دے

لامحسوس کښې محسوسيږي غافِل عقل


شي به غرق دَ جهانُونو سمندرکښې

چې خبر نه دے دَ ځان پۀ ساحل عقل


څۀ چې ګوتې نه پناه شي ترې پناه وي

شي بې وسه پۀ اِدراک دَ عاقِل عقل



کۀ هر څو ځان شهنشاه او سلطان ګڼي

هدايت ته دے محتاجه سائل عقل


دَ منزل لاره صفا وي روغاؔنيه

کله کله شي پۀ لار کښې حائل عقل



٭٭٭


شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

Name

Email *

Message *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف