( هاغه انور يمه خو اوس د پېژندو وتے يم )
(لعل بادشاه خيالى)
ورځپاڼه وحدت 5م ستمبر 1992
د پښتونخوا په هر ګټ کښې چرته چې هم د پښتو ادب ذکر کېږي نو ددې خبرې نه به چرې انکار ونۀ کړے شي چې د مردان ادب زاره او غزلزاره زمکه د ډېرو ښو ښو شاعرانو نه ډکه ده او دې ادب خېزې زمکې ډېر ښۀ ښۀ شاعران پېدا کړي دي خو ددې خبرې نه زما مطلب دا نۀ دے چې ګني د مردان نه علاوه په نورو ادب خېزو زمکو ښۀ شاعران نشته، د کوهاټ، پېښور، سوات او د کراچې سره دغسې نورې سيمې لکه جنوبي پښتونخوا هم د پښتو ادب د پوهانو او مئينانو نه ډکې دي۔ يو خو هغه وخت وۀ چې چا به شاعر وليدۀ نو دا به ئې غوښتل چې مونږ ددوي نه څۀ واورېدې، عام خلق ډېر او شاعران لږ وو۔ اوس د خداے فضل دے شاعران ډېر دي او د پښتو ژبې خدمت کۀ په ادبي تنظيمونو کښي وي او کۀ د ادبي ټولنو نه بهر وي جاري ئې ساتلے دے۔ د پښتو ادب په دې سفر کښې چې زۀ د کوم شاعر ذکر کول غواړم هغه زما يو نزدې ملګرے محمدانور مظلوم دے۔ انور مظلوم کۀ څوک وويني او د هغۀ د مظلوميت، خاموشۍ او د سادګۍ خواږۀ خواږۀ شعرونه واوري نو د سړي ذهن به دا ضرور واخلي چې انور مظلوم په رښتيا مظلوم دے۔ هغه نن سبا د خپلې تنهايۍ او غربت عکاسي په څومره عجيبه انداز کښې کوي او څومره په ښکاره د خپلو او پردو د بې وفايۍ ذکر کوي لکه چې وائي
هغه انور يمه خو اوس د پېژندو وتے يم
غربت اخستے يم د خپلو او پردو وتے يم
انور مظلوم چې يو ښۀ غزل ليکونکے دے نظم سره سره نثر هم ليکي۔ نوم ئې محمدانور او تخلص ئې مظلوم دے۔ د محترم محمدنور صېب کره په ۱۹۴۸ء کښې پېدا شوے دے، تعليم ئې تر لسمه پورې کړے دے، شاعري ئې د اتم جومات نه راپه دېخواشوروکړې ده، دروزګارله غمه د پېښور په رنګين ښار کښې د خپلو ماشومانو او د خپل ژوند تېرولو په غرض دېره شوے دے۔ د مردان په پښتو ادب مئين ملګري چې څوک هم انورمظلوم پېژني نو د هغۀ د خوږو خوږو شعرونو ذکر به خامخا کوي۔ انور مظلوم چې د مردان په ډېرو ادبي تنظيمونو کښې د پښتو ژبې خدمت کړے دے نو د هغې نومونه خو ماته ياد نۀ دي البته د مردان د پښتو نوې ادبي ټولنې د صدر په عهده پاتې شوے دے چې ددې ټولنې خدمت ئې ډېر په ښه طريقه کړے دے۔ نن سبا کۀ انور مظلوم د خپل روزګار له غمه د ادبي تنظيمونو نه يو خوا ته شوے دے نو د شاعرۍ مينه ئې بيا هم په زړۀ کښې پرته ده، اوس پرې هم د شعرونو باران ورېږي۔
د مظلوم صېب شاعري ددې خبرې ثبوت دے چې هغه په خپله يو خودداره شاعر دے۔ هغه کۀ په خپله خُلۀ هېڅ نۀ وائي خو د هغۀ د قلم کرښې حقيقت ليکل کوي، هغه د غټو سترګو د نظر خاوندان يادوي او په خپله شاعرۍ کښې څۀ په دې ډول وائي
دلته څوک خاوند د نظر نشته چې مې پورته کړي
زۀ د دانو ډک وګے چا ويشتے په شتو کښې يم
هغه په خپله هم د خپل ژوند ورځو شپو ته حېران حېران ګوري او د خپلې ماضي او حال د خوبونو په مېنځ کښې حېران ولاړ دے لکه چې دې شعر ته ئې وګورو۔
هغه رونق، هغه سپرلے دے په ساحل د درياب
حېران ولاړ يم ورته ګورم د لامبو وتے يم
خو بيا هم د هغۀ په خپل خداے پوره پوره يقين دے د چا په طمع نۀ دے۔ هغه وائي کۀ ماسره څوک ملګرتيا ونۀ کړي، ماله څوک لاس رانۀ کړي نو زما خپل خداے چې زۀ ئې پېدا کړے يم په هر حال کښې په ما مهربان دے او هغه داسې مهربان چې څوک ئې ترې بېلولے نۀ شي لکه چې وائي
لاس کۀ څوک انور ته ورکوے نۀ شي
خداے خو ترېنه هېڅوک اخستے نۀ شي
انورمظلوم چې د موجوده وخت مطابق ئې عمر تقريباً څلور څلوېښتو ته رسېدلے دے اوس ترېنه هم د خپل ماشومتوب وختونه هېر شوي نۀ دي او څومره په ساده او خوږو ټکو کښې داسې شعرونه ليکي لکه دا شعر
اشنا چې به کولې مونږ د چا د کوڅې خاورې
ما پټې به راوړې موټي کښې ستا د کوڅې خاورې
انور مظلوم چې په خپله يوه پخه عقيده لري، مسلمان دے، د خپل اصل مقصد په لاره يُون کوي او په دغه يون کښې هغه د خپلې لارې ټول ملګري يو شان ګڼي لکه څۀ رنګه چې دا حقيقت دے چې ټول انسانان د ادم (ع) اولاد دے نو په دغه ثبوت سره مونږ ددې خبرې نه هم انکار نۀ شو کولے د کومې ذکر چې مظلوم صېب په خپل دې شعر کښې کړے دے
يو خېل د ادم خېل دے په کښې نشته جدا خېل
څوک ياد په کاکا خېل شۀ او څوک ياد شۀ په شاخېل
انور مظلوم صېب کۀ يو خوا ته د خپل تريخ ژوند په وجه دردېدلي شعرونه ليکلي دي او ځان ئې د دې دنيا نه يو طرف ته کړے دے نو بل اړخ ته ئې د مينې او خلوص ځولۍ هم غوړولې نيولې ده لکه چې وائي
تۀ د خپل ښائست دنيا کښې ورک وے زۀ دې نۀ ليدم
ما دې ننداره اشنا د ژوند د هر ګُټ پېره کړه
او دلته څومره زر د رقيب د سترګو په اشارو پوهه شوے دے او څومره زر ئې خپل رقيب له خبردارے ورکړے دے چې ګل زما ګل دے هسې نه چې چرته ستا د پاره ازغے شي
پام کوه رقيبه سترګې سمې کړه
ګل دې چرته سترګو کښې ازغے نۀ شي
دغسې د انور مظلوم نور شعرونه هم زما د نظره تېر شوي دي چې د هغۀ د پوخ شعور دليل په کښې موندے شي خو دلته به زۀ خپل مضمون د انور مظلوم صېب هم په دې شعرونو سرته ورسوم
قرآن کښې دي راغلي مسلمان نۀ کوي غلا
د زړۀ په غلا مې نن يو مسلمان نيولے دے
زۀ ددې خلقو نه پټېږم سره نۀ مو لګي
زما قلمه مات شې خلقو ته ما څۀ له ښايې
ورځپاڼه وحدت. 5م ستمبر 1992
ایک تبصرہ شائع کریں