مينه والود خاکې دا رنګ هم وګورئ او خپله د زړه خبره پرې وکړئ (د اکائۍ په شا)نه انتخاب ضمير ګل

شاعرې

Friday, April 19, 2024

مينه والود خاکې دا رنګ هم وګورئ او خپله د زړه خبره پرې وکړئ (د اکائۍ په شا)نه انتخاب ضمير ګل

 


مينه والود خاکې دا رنګ هم وګورئ  او خپله د زړه خبره پرې وکړئ (د اکائۍ په شا)نه انتخاب

 ضمير ګل


ضميرګل کۀ زما په همځولتيا کښې راځى نو ملګرے مې هم دے خو دا پته ماته نشته چې زما او د دۀ ملګرتيا د کله راسې ده، ماچې د کله راسې د شعور په پاټکى پښه اېښې ده نو د ضميرګل دوستانه او ملګرتيا مې محسوس کړې ده، زۀ کۀ دا ووايم چې هغه زما سېورے دے نو غلطه به وى ځکه چې سېورے هم له بنده نه په تيارۀ کښې ورکېږى. خو دې ما سره په تېارهْ کښ هم موجود وي د دومره نزدې دوستانې او تعلق باوجود هم زما او د ضميرګل په مينځ کښې ډېر اختلافات دى. په هره خبره لکه د دوو بنو يو بل سره نښلو، هر وخت يو بل سره په شر يُو خو بيا هم يو بل سره د دوستانې مزې نۀ شلوو.

زما نور ملګرى په خپلو کورونو او بنګلو کښې اوسى، په خپلو ګاډو کښې ګرځى، په بېنکونو کښې ورسره بې شمېره پېسې پرتې دى، د ټولو بچى په اعلى تعليمى ادارو کښې سبق وائى، ښځې ئې په کالو پترو کښې پټې دى، داسې کوم خواهش او ارمان دے چې هغوى بچو له نۀ دے پوره کړے.

ضميرګل په خپله هم تش پاڼے دے او مونږ ئې هم د پولۍ پړق ته کښېنولے يُو، مونږ لاتراوسه د کرايې په کور کښې استوګنه کوو، ځان له سائېکل قدرې نۀ شو اخستلے، په بېنک کښې خو څۀ چې په جېب کښې مو د اَنې درک نۀ لګى او کور مو هم لکه د پاکستانى حکومت په قرضو روان دے، بچى مو د ملېشې په شلېدلو جامو کښې سکول ته ځى راځى، ښځه مې د مېخکى په ارمان زړه شوه، د زيړو مېخکى ورله پوزه شنه کړې ده، باوجود د دغې چې ټول خپل خپلوان مو زرګران دى، بچى مو ټول عمر د چم ګاونډ وړو ته خفه شوى دى د هغوى تنکى تنکى ارمانونو له زمونږ غريبۍ او بې وسۍ په مرۍ لاسونه اېښى دى.

زما نور ملګرى سپاهيان او حولداران دى او زۀ تهاڼېدار يم خو بيا هم د هغوى قرضدارې يم، د پېسو پېدا کولو چل هنر ماله هم راځى بلکې ماله به ئې خلق په خپله راوړى خو دې ظالم داسې د حلالو او حرامو په مينځ کښې راګېر کړے يم چې د ظالم د بچى نه ړک نۀ شم وهلے، مازغۀ ئې راله وخوړل هر وخت ئې راته د خپل وعظ نصيحت کېسټ لګولے وى چې په حرامو خو به په دې جهان مزې وکړئ خو اخرت درنه ولې هېر دے په مال حال به دې بچى مزې کوى او اخرت به ستا د ډمبرو لرګے وى په قبر کښې کېښودل او راکېښودل به درباندې سم وى.

کۀ چرته په ګپ شپ کښې ورته ووايم چې ضميرګله يار..... دا فلانۍ جينۍ مې ډېره خوښه ده نو په بُوټ تندى راته وائى دا خوښې ناخوښې پرېږده الله پاک درله څومره ښائسته او نېک سيرته ښځه درکړې ده څۀ له پردو زنانو ته په غلط نظر ګورې خپلې لوڼه درنه پېدا دى خپل مونځ اودس کوه او د دې قيصو قطارو نه په ارام کښېنه.

څوڅو ځله مې د ظالم بچى ته ووې  چې ستا د لاسه به زۀ ترکومې داسې درپه در خواروزار ګرځم، نو په جواب کښې راته وائى "تۀ د خپلو خواهشاتو قېدى يې" ښه ډېره تنخوا اخلې خو چا غريب او بې وسه سره په کښې روپۍ امداد نۀ کوې ټولې پېسې مو په فضول رسمونو، رواجونو او بې ځايه غم ښادۍ تباه برباد کړې، خپل پلار ته دې سوچ وکړه کنه چې د اېکسائز په محکمه کښې ملازم وۀ څومره پرهېزګاره، دينداره او نېک سيرته انسان وۀ ټول عمر ئې ځان د حرامو نه بچ ساتلے وۀ. کۀ ستا د پاره ئې حرام کولې نو اوس به تاسو په خپلو بنګلو کښې وسېدلے خو په خپله به هم د جهنم په اور کښې سوزېدلو.

ضمير ګل سم غوباړے دے په هرڅۀ کښې ئې کار وى. زما د شاعرۍ کتاب "شعرتصويردجانان" چې راواخلى نو پاڼه په پاڼه او ټکى په ټکى ئې وګورى  په ټول کتاب کښې ئې حمد، نعت او يو دوه نظمونه خوښ دى نوره ټوله شاعرى فضول ګڼى او د افسانو په مجموعه "اولس او پولس" کښې ئې ټولې افسانې خوښې دى وائى چې په دې کښې دې د ظالم او مظلوم فرق په ډاګه کړے دے.

ضميرګل د جمعې په ورځ ډېر بې چُرته ځکه چې د مرکې اجلاس وى او د دۀ د شاعرانو سره بيخى نۀ لګى وائى چې په تاسو ټولو کښې د شهاب شاد شاعرى ښه ده چې د رحمان بابا په نقشِ قدم روان دے او دا نور ټول د خداے په قهر اخته يئ. د شونډو، اننګيو، زلفو او رخسارونو نه بغېر مو بل څۀ نۀ دى زده کړې، په دې خبره ورته زۀ سم غصه شم چې ځکه چې کله ناکله زما مازغۀ په نۀ څۀ خبره بنګو ته خېژى بيا کۀ توت ته ختلے يم توتان خورم خو بيا ورته هم شنډۍ وايم هر څو کۀ بيا ورستو په خپله غصه خفه او پښېمانه يم خو ډېر ملګرى مې په دې چل د ځان نه خفه کړى دى نو په ضمير ګل هم زړۀ سپک کړم او ورته وايم چې"مړه تۀ په څۀ پوهېږې" شاعران اديبان د قام سترګې وى ستا په شان په ټپو ړاندۀ نۀ دى.

کۀ چرته د خلې نه مې د مايوسۍ خبره واورى نو راته وائى توبه وباسه په هر حال د خداے شکر ادا کوه چې په لاسو پښو ئې روغ رمټ پېدا کړے يې، دنګ لوړ وجود ئې درکړے دے، ښائسته ښځه، دوه زامن، دوه لوڼه ئې درکړى دى، ښۀ شاعر اديب يې، په سپېشل برانچ کښې نوکر يې، د سپينو جامو ډيوټى دې ده، د رېډيو پښتونخوا امن کمپېئر يې،  د ادبى دوستانو مرکه مردان چېرمېن يې، هرڅوک دې قدر عزت کوى او تۀ بيا هم ناشکره يې، خو مهربانى وکړه خلقو سره ډوګ بوګ او دروغ مۀ وايه، مشر سړے شوے د څلوېښتو کالو نه واوړېدې خو تراوسه پردو د چم ګاونډ زنانو ته په بد نظر ګورې، تۀ لږ خپل ګرېوان ته سر ښکته کړه چې درته څومره په درانۀ نظر ګورى هغوى دې خپل مشر ورور ګڼى او تۀ ورته په زړۀ کښې درغله يې خو په زړۀ دومره ډرپُوکه يې چې د خبرو موقعه په لاس درشى نو بيا ورته يا خورې وايې او يا بچے. ږيره دې هم په مخ ساتلې ده او د نسوارو چونډۍ هم لګوې ټول پوزيشن دې پرې ځان له خراب کړے دے. دا برېت دې هم واړۀ کړه خلۀ دې په کښې نۀ ښکارى داسې ښکارى لکه چې په بره شونډه دې ښاپېرک کښېنولے وى.

د ضميرګل مثال د رېډيو دے په خپله غږېږى خو بل ته غوږ نۀ ږدى راته وائى چې هغه وخت ځان ته راياد کړه چې مور دې پرله پسې شپږ کاله په اسپتال کښې وه او تاسو باندې نيکۀ (د مورپلار) سبق ووې او دا شکر وباسه چې په دولسم تعليم نوکر شوے يې ګنى لسم او دولسم خو نن سبا خر هم پاس کړے دے او تۀ خلقو ته بيا هم دا دروغ وايې، چاته وايې اېم اے مې کړې ده او چاته وايې څوارلسم پاس يم. لباس دې هم ساده دے چې سپينه ټوپۍ په سر کړې نو خلق درته امير صېب وائى خو تا د دين څومره کتابونه کتلى دى، قران شريف چرته په کال کښې هم نۀ راخلې، المارۍ دې د کتابونو نه برجک ده خو ټول په کښې د شعر و شاعرۍ کتابونه دى دينى کتاب په کښې چرته دم درود د پاره نشته، د شاعرانو د غمه درله خوب نۀ درځى د جمعې اجلاس له په ځان شپه او ورځ ډيوټې کوې چې په دغه ورځ دې چُټى شى کۀ دومره مينه دې د دين سره کولې نو پټې سترګې به جنتى وې.

کله کله راته دا هم وائى نامه دې څومره ښکلې ده "مهرمحمد" او تا ترېنه محمد لر کړے دے او هر ځاے مهر سره اندېش ليکے، د دين کار ټک نۀ کوې او د خپل کلى لېبر کالونۍ په سکول کښې بې تنخوا ماشومانو ته پښتو ښايې، د کار خبرې دې ښۀ زده دى خو فضول، ټول عمر دې په ټوقو ټقالو او د اخلاقو نه پرېوتې لطيفو باندې تېر کړو.

د ضميرګل قد قامت، ناسته پاسته، خوئى خصلت، کړۀ وړۀ به زۀ تاسو ته څۀ بيان کړم خو زما او د هغۀ ملاقات چې کله هم شوے دے نو ماته داسې محسوس شوې ده لکه چې زۀ خپل ځان ته په ائينه کښې ګورم.

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

Name

Email *

Message *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف