غزل
دم ګری نۀ يم خو خپل ځان مې نن پۀ خپله دم کړو
لکه ناجاڼه کس وران شوی کار مې خپله سم کړو
تا د آسمان سېلونه اوکړل او ما زمکه چڼ کړه
داستا وجود مې نن پۀ خپل وجود کښې داسې ضم کړو
زه پوهېدمه چې لتانه زۀ ډېر چاخ روان يم
زۀ پوهېدمه نو رفتار مې درته ځکه کم کړو
د خپل قامت د يو رښتوني ذات د عرش پۀ سيدھ کښې
ما چې بې خمه سر لرو هغه مې هلته خم کړو
يو خوا د ځوي د پښو راوتي چينې سر نۀ نيوۀ
بل خوا زم زم تورو راوتی سيلاب خپله تم کړو
ګنګرو د خپل وجود شړنګا پۀ زړۀ چولی ځکه
ماښامه ! پښو کښې لوغړېدلو پۀ سزا يې ډم کړو
......
Post a Comment