ستا لیدۀ هم حادثه ده
خو د نۀ لیدو نه ښه ده
پۀ توده غېږ کښې مې واخله
زندګي يخه څله ده
ستا د ياد پۀ تار ئې تړم
ژوند ساعت دے کۀ لمحه ده
کۀ رانغلې څۀ به کېږي
باران راغے ډيوه مړه ده
پۀ سازونو کښې ساه نشته
د سندرو ادې مړه ده
د بلها غمونو خلاص شوم
ستا پۀ غم کښې خو مې ښه ده
مينې دومره خو مې پوه کړه
چې د ژوند فلسفه څۀ ده؟
د يار غمه پرواه مۀ کړه
د صابر حوصله ښه ده
صاحب شاه صابر
Post a Comment